تاند- د بغلان ولایت په ډنډ غوري سیمه کې کلیوالي جرګې یو هلک او نجلۍ، په دې خاطر ووژل چې په پټه یې له یو بل سره مینه لرله.

د بغلان ولایت چارواکو پېښه تایید کړه، ویې ویل کلیوالو پر دواړو شک کړی و چې په خپل منځ کې اړیکې لري.

د بغلان د والي ویندوی احمد جاودید بشارت وویل چې دا پېښه د جمعې په ورځ په ډنډ غوري ولسوالۍ کې وشوه. د ده په وینا دواړه تورن شوي کسان، وروسته له دې چې کلیوالي جرګې یې د مرګ فیصله وکړه، په ډزو ویشتل شوي دي.

ویاند دا هم وویل چې امنیتي ځواکونو د پېښې په اړه تحقیقات پیل کړي خو تراوسه پوري څوک نیول شوي نه دي.

تېره میاشت (اکتوبر) په هلمند کې هم ده ته په ورته پېښه کې یوه جوړه، چې عمرونه یې د شلو کلونو شاوخوا ول، د خپلې کورنۍ د غړیو له لوري ووژل شول.

12 thoughts on “کلیوالو یوه جوړه په خپل منځ کې د مینې د لرلو په تور ووژله”
  1. بس نه پوهیږو ی دقانون په موجودیت کی بیا خپل سری کارونه سنګه کیږی

  2. اسلام علیکم….
    دہ اسلام لہ دین سخہ نا خبرہ خلق پہ داسی جرمونو مرتکب کیگی. ذکہ اسلام ھرچاتہ خپل حدود ٹاکلی او یوازی اسلامی قانون دہ چی پہ نڑی کی امن راوڑی. او باید دہ اللہ پہ خاورہ دہ اللہ قانون عملی شی. دہ روشانہ اوسر فراز افغانستان پہ ھیلہ

  3. دا څه اورم، پښتنی جرګی خو د مرګ فیصلی نه کوی، نو دا څنګه جرګه وه؟ چا اوریدلی چی کومی جرګی د مرګ فیصله کړی؟ هو د بدی په قضیو کی د جوړجاړی لپاره جرګی پریکړی کوی خو نه د مرګ پړیکی. او بل دا چی په اصطلاح د ناموس په قضایاؤ کی جرګی هیڅ مداخله نه کوی او دا د متضرر کار ده چی څه وکړی. او که متضرر د ناموس لپاره څوک ووژنی بیا کیدای شی جرګه پری کښینی او بدل د هغه حق وګڼی. تباه یو غرق یو، جرګی مو هم لاړی د پنجابیانو په پنچاهټ او یا هم د عربو په شرعیت بدلی شوی. تاند والو ګوری خبر تصدیق کړی دا به جرګه نه وی، دا جرګه نه شی کیدای. دا زموږ د پښتو دود نشی کیدای، جرګی خو داسی وی لکه دا پرون چی وه، هر یو پکی خبری کوی، دی ته څوک نه ګوری چی څوک خان ده او څوک پاچا ده. دا به حتما د ملایانو غونډه وی چی د مینانو د مرګ فیصلی یی کړی دی. په پښتنی وریاتو او نرخ کی د مینانو وژل نشته، او هو که چیری خبره د بی ناموسی وی نو په هغه کی بیا جرګی پریکړی نه کوی هغه بیا د متضرر خپل کار ده.ګوری پښتانه په مینانو پور ږدی خو میین په جرګه نه وژنی. د مین ولور دوه چنده او دری چنده وی. او که چا نه بی ناموسی شوی وی نو په هغه پسی بیا د متضرر ټوپک جرګی خلاص ګڼی خو و وژلو پریکړه یی نه کوی. دا د بدوی عربو دود دی. دا د پښتنو دود نه دی. ستر چښتنه دا دی په څه ډرامه اړولی یو. او مو جرګی میینان وژنی.

  4. ایا تاسو ددې ډول ستونزی کوم حل لرئ او که همدغه څه يې حل بولئ چې پیښ شول؟؟؟؟؟
    تر څو چې موبل حل ورته نه وي موندلی تر هغې به داډول پیښې بیا بیا تکراریږي
    او ستاسې حیرانتیا به هېڅ ګټه ونه لري، ایا همداسې نه ده ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

  5. هو تحقیقات یی پیل کری ! لکه چی تول کلی تری تم شوی ، دوی خدای تعالی ووهی چه د هغو مشرانو په باره کی کوم معلومات نه لری چی دا پریکره یی کری ، افسوس ،افسوس د دولت په دی شرموونکی خبره

  6. سلامونه
    زمونږ خلک د دې دپاره چي د ماشومتوب نه له عقدو سره لوییږي د انسان او حیوان او هر شي په وژلو او ورانولو خوشحالیږي. د دغو دوو ځوانانو په مرګ به هم ډیر خوښ شوی وی. په ظاهره به یی خوښي د اسلام سره د میني او د اسلامي احکامو د تطبیق دپاره وي خو حقیقت دا نه دی.
    په هر صورت.
    د طالبانو د حاکمیت د وخته تراوسه پوري چي هرڅوک د زنا په جرم وژل شوي – یو یي هم د اسلام مطابق نه و. کېدای شي دغو قتلونو ته افغاني یا پښتني دود ووایو خو اسلامي ورته نه شو ویلی.
    مهرباني وکړئ په اسلام کي د زنا کار د مجازات کېدو شرایط ولولئ. تقریباً ناممکنه ده چي څوک دې زنا هغسي ثابته کړي چي اسلام یې ثابتول غواړي.
    د پیغمبر اکرم(ص) د وخت روایتونه وګورئ چي د زنا کار د سزا کولو شرایط څومره ګرانه دی

  7. جرګه داسی خلکو ته پاتی شوه دوی خو د جرګی نوم وشرمو الله دی داسی خلک غرق کړی چی د بل ژوند اخلی

  8. دیر لژپاتی چی لیونی شم گر چی د هوشیار توب نشانی راسکنه ختاوتی نو کله چی د افغانستان خبرو ته غوژ ژدم الله دی ورحمیژی دا سه حال دی دا سه روان اوووففف

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *