په افغانستان کې د ډیر پخوا راهیسې د ولسوالیو او  لیری پرتوسیمو اوسیدونکي په ځانګړې ډول میرمنې اوښځینه قشر د مدنې ټولنې د ډیرو مزایاوو او پرمختګونو څخه محرومې دی.

د وخت واکمن دولتونه اونظامونه ددغه ځواک څخه یوازې او یوازې د خپلو ځانګړو او سیستماتیکو موخواو مقصدونو لپاره ګټه پورته کوي، مسلط نظامونه د اړتیا پرمهال خپلو هدفونو ته د رسیدو لپاره کاذبې او غولوونکې ژمنې ترسره کوي خو تر کومه ځایه چې لیدل شوي هیڅکله يي هم خپلو وعدو ته د عمل بڼه نده ورکړې او ډیره ځله کلیواله ټولنه له پامه غورځیدلې،  ممکن په هیواد کې د روان کړکیچ یو لامل همدا بی عدالتې اومحرومیت اوسي.

سیاسیتوال دغه ډول غولونکو کړنو  ته د سیاسیت سرلیک یا نوم ورکوي، دی شک نشته دی چې کلیوالې جوړښت رول اونفوذ د ښارې وګړوپر ژوند مسقیم اومتناسب  اغیز لري.

ډیری وخت سیاسیون د خپلو ټاکنیزو منډو تړو لپاره ډیره پاملرنه د ښاري سیمو په پرتله کلیوالیو  سیمو ته ورګرځوي، ځکه هغه انسجام چې په کلیوالې جوړښت کې ترلاسه کولې شي هیڅکله د ښارپه بوخت ژوند کې نه موندل کیږي.

 ځکه دغه سېمې د سیاسې برخلیک  په  ټاکنه کې عمده رول لوبوي.

 ډیري وخت لیدل شوي چې  د ښځو د حقونومحرومیت مسله  کې پخپله ښځه  ښکیل وي خو دوی هیڅکله هم خپل ځان ته د انتقاد ګوته نه نیسې، هغه شمیر ښځې چې په سیاسې چاپيریال کې د نورو ښځو د حقونو مدعیانې اومدافعین  دی په لیری پرتوسیمو کې د ښځې پر وړاندي د هرې تشې، تاوتریخوالې  او نیمګړتیا لپاره یوازي د خپلو شخصې اغراضو اوموخو لپاره ګټه پورته کوي دغه شمیر میرمنو ته د کلیوالې ښځې محرومیت اومظلومیت د عاید او سوداګرۍ یو طلايي لاره باندي اوښتې ده  خوهیڅله يي د مظلومې کلیوالې ښځې د محرومیت له منځه وړنې  لپاره حقیقې ګامونه ندي پورته کړي.

  اوس چې بیا ټاکنې رانږدي شوي، نوماندان به  ارومرو کلیو او لیری پرتو سیمو ته  سفرونه ترسره کوي هلته به پراخه غونډي جوړوي، خدای خبر څومره خلکو ته بیا دوکه ورکوي،  ځکه په تیرکې هغه نوماندان چې زموږ کلی  ته راغلې وو او له خلکو سره يي د ووټ اخیستنې لپاره ژمنې ترسره کړي وی ، خپلو ژمنو ته عملې بڼه ورکول خو لیری خبره ده ان د  بریالیتوب وروسته د مننې لپاره يي سر قدرې هم راښکاره نکړ.

څه موده وړاندي د ښار نه په کافې اندازه واټن کې یوکلې کې غونډه جوړه شوي وه، غونډي ته د نارینه و ګډونوالو ترڅنګ ډلې ډلې ښځې هم د یوې ښځینه پولیسې لخوا د تالاشۍ او پوښتنې وروسته را ټولیدي.

 ویناوالو خبرې پخې کلیشې او بابولالې وی،طبعاْ به دغسې غونډي کې سړي زړه تنګې وي ناڅاپه مې په یوې بوډۍ سپینسري باندي سترګې ولیګیدي، له ښځینه پولیسې سره په جنجال اخته وه، پولیسې ورته ویلې زموږ د ګډونوالوشمیر پوره دی ماته ویل شوي چې هیچاته اجازه مه ورکوه، نهیلۍ میرمن چې ستنه شوه له ځانه سره پر لاره بوڼیدله، خپل ځان اود هیواد د واک په ګډۍ ناست  مشر ته  يي هم ښه نه ویل ما تري غلچکې غوندي وپوښتل څه پیښه دی؟

بوډۍ ځواب راکړ:

که ریښتا ووایم،  زما يي پرټاکنو څه !

زه خپلې نیستې او کوچینانو غم را اخیستې یمه، ګاونډۍ مي راپسې راغله چې راځه غونډي ته ځو هلته دری سوه افغانۍ ورکوي.

ما هم دا موکه  غنیمت وګڼله خو دلته يي راته د ننوتلو اجازه رانکړه.

سپینسري بوډۍ  ویلي،   دا چې د انتخاباتو سر دی دا حال دی  وروسته به څه  وی !

 بس زما دی څښتن تعالی مل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *