کلیوال ادبي ملګري ټولنې د روان کال د جوزا د میاشتې په ۲۹مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د ژورنالیزم په تړاو علمي غونډه او پراخه ازاده مشاعره وکړه.
یاده ناسته چې د ماسپښین په دوو بجو پیل او تر مازیګر ناوخته یې دوام وکړ پیل یې د ښاغلي اجمل بلهار له لورې د قرآن پاک د سپېڅلو آیاتونو په تلاوت وشو.
د قرآن عظیم شان له تلاوت وروسته جمیل وقار دریز ته راغی او د داسې علمې او پوهنیزو غونډو په ارزښت یې رڼا واچوله.
وقار وویل، کلیوال ادبي ملګري ټولنه چې د ادب او کلتور د ودې، د ځوانانو سالمو افکارو ته د انعکاس ورکولو او له دې لارې د ثبات په راوستول کې کار کوي، غواړي د داسې ناستو په جوړولو سره کورنۍ کلتور له بهرني یرغل څخه وساتې.
نوموړي زیاته کړه (( هڅه به مو تل دا وي چې د مشران په سلا مشورو او د ځوانانو په مرسته دا علمي ناستې روانې وساتو.))
هغه د غزني له راډیو تلویزیون او د غزني د اطلاعاتو کلتور ریاست څخه مننه وکړه چې دوی ته یې د ناستې ځای ورکړی او سیمینارونه او مشاعرې یې د تلویزیون او راډیو له لارې خپروې.
په وقار پسې د ژورنالیزم په اړه د علمي بحث او ځوانانو د لکچر ورکولو په موخه د غزني د ژورنالیستانو د ټولنې مشر ښاغلی اسدالله جلالزی دریز ته وبلل شو او د ژورنالیزم د تعریف، اصولو، اخلاقو، په ژورنالیزم کې د مهمو برخو او په ژورنالیزم کې د ګڼو نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
جلالزي وویل، وخت ډېر کم دی او د ژورنالیزم په اړه بحث سخت زیات وخت ته اړتیا لري. نو له دې کبله به د ژورنالیزم په اړه لنډ مهم مالومات درسره شریک کړم.
ده زیاته کړه په اصل کې ژورنالیزم د رښتیا په مانا راغلی، خو په اوسنې حالاتو کې ډېر وخت دا بیا برعکس استعمالېږي.
د هغه په وینا، ژورنالست د ژوند په ډېرو ساحو کې کار کوي. دمعلوماتو پیدا کول او د هغه شریکول د هغه وظیفه ده. د ژورنالست تعریف په لنډ ډول سره داسې دی: اساسا کوم سړي یا ښځي چه نوې معلومات را پیدا کوي او هغه د ورځپاڼو، مجلو، راډیو، تلویزیون او انټرنیټ له لارې خلکو ته رسوي ژورنالسټ بلل کېږي.
نوموړي همدارنګه وویل، خبر د ژورنالیزم له مهمو برخو څخه یو ده او باید د عینیت ټکې ته په کې ډېر ټینګار وشي(( هغه ژورنالیست بریالی دی چې په خبر او راپور کې یې حقیقت ته پوره پاملرنه کړې وي او خبر یې په واقعي صحنې ولاړ وي.))
هغه همداراز وویل چې ژورنالیست باید د یوه کس څخه د مخفې تصویر، ویډیو او غږ اخیستلو څخه ډډه وکړي، ځکه دا کار د ژورنالیستکې اصولو خلاف عمل دی.
له ښاغلي جلالزي وروسته ځوان ژورنالیست او لیکوال ښاغلي محمد عارف نوري په ژونالیزم کې د خبر په برخې، د خبر د تر لاسه کولو منبعې او د ژورنالیست په اخلاقو خبرې وکړې.
له ښاغلي نوري وروسته د غونډې مېلمه په غزني کې افغاني سرې میاشتې رئیس ښاغلي سمیع الله پاڅون خبرې وکړې.
هغه وویل، په غزني کې د داسې یوې ادبي او کلتوري ټولنې له لورې د دا ډول علمي او پوهنیزو سیمینارونو او غونډو جوړول یو نوښت دی او یوازې ځوانان دي، چې په مټو کې یې دومره توان شته چې په دې برخه کې نه ستړيکېدونکې هلې ځلې وکړي.
هغه وویل، د ټولنې کومې موخې چې له نامه یې مالومېږي باید ځانونه ورته ورسول شي او نه باید له دې درکه سیاسي موخې تر لاسه کړو.
د نوموړي په خبره دا ټولنه د ټولو ده او نه باید په اشخاصو متمرکزه شي.
د غزني د سرې میاشتې د رئیس له خبرو وروسته ازاده مشاعره وشوه چې په کې لسګونو شاعرانو ګډون کړی و.
د غونډې د پای په شېبو کې د کلیوال ادبي ملګري د ټولنې مشر ښاغلي فرید تکل خبرې وکړې.
ده له ټولو مشرانو او ځوانانو څخه مننه وکړه چې ورسره ګام په ګام یې ملتیا کړي او یوازې یې نه دې پرې ایښي.
ده هم ګډون والو ته دداسې غونډو د دوام اطمنان ورکړ او وې ویل چې په ګډه سره به دا لړۍ ته دوام ورکوو.
غونډه د اجمل بلهار له لورې د دوعایې په لوستلو سره مازدیګر ناوخته له لمر لوېدو سره یوځای پای ته ورسېده.
له کلیوال ادبي ملګري تولنې څخه په مننه چې په غزني ولایت کې داسې یو علمي خوځښت کړی او د ځوانانو په ځانګړې ډول د پښتنو په را ويښولو کې هلې ځلې کوي او موږ هیله لرو چې دا علمي هڅې مو دوام پيدا کړي