کلیوال ادبي ملګري ټولنې د اونیزو ناستو په دوام د شنبې په ورځ د روان ۱۳۹۳ کال د لیندۍ میاشتې په ۹مه نېټه اونیزه ناسته ترسره کړه.

د ناستې پيل د تیرو غونډو په څېر د قرآنکریم په تلاوت وشو او د تلاوت لپاره بلهار جلالزي ته بلنه ورکړل شوه.

له تلاوت وروسته حکمت الله آرین د تیرې ناستې راپور ولوست.

انعام الله ګوهر وویل چې په راپور کې د ځینو کسانو له نومونو سره د هغوی رسمي دندې هم لیکل شوي، چې په وینا یې دې ته اړتیا نشته.

حبیب الرحمن تاثیر وویل، په راپور کې ځینې جملې سمې او کره نه دې پېیل شوي، چې په راتلونکي باید ورته پام وشي.

ورپسې جمیل وقار د لنډې کیسې د لیکلو په اړه لکچر واورول.

وقار وویل ((لنډه کیسه تر ناول لنډه او کرکټرونه یې کم وي.))

د نوموړې په وینا د کیسې د لیکلو په لومړۍ برخه کې باید د موضوع ټاکلو ته پام وشي. د لنډې کیسې لیکلو لپاره موضوع باید ښه نوي، ساده او متمرکزه وي.

د ده په خبره، د موضوع له انتخاب وروسته هدف زیات ضرور دی. که په کیسه کې هدف ولرو، کیسه را څخه په یوه او بله خوا نه ځي، اوږدېږي نه او بې ځایه خبرې په کې نه کاروو.

ښاغلي وقار وړاندې وویل، له موضوع او هدف وروسته کیسه تر نوم ټاکلو را رسېږي. د کیسې نوم باید داسې وي چې د کیسې د محتوا نقل لوستونکي ته ورنکړي. مثلاً د یوې کیسې لپاره ځوانیمرګ نوم انتخابو؛ دلته د کیسې له نامه څخه لوستونکی د کیسې ټول مفهوم اخلي او د کیسې منځپانګه روښانه کېږي.

د جمیل وقار په ټکو، د کیسې د جوړښت په اړه یو اروپایي لیکوال لیکي: کیسه لکه مار سر، مینځ او لکۍ لري؛ پښې او لاسونه نشو ورکولای. د کیسې پيل باید داسې وي چې د سر دوه خطي لوستل مو د ټولې کیسې لوستلو ته اړ باسي.

نوموړي د کیسې په کرکټرونو، ژبې، تصویر او پای خبرې وکړې.

له وقار وروسته انعام الله ګوهر، مزمل هوتک، قدرت الله نرمیوال، حبیب الرحمن تاثیر، سمیع الله صدیق او یو شمېر نورو د لنډې کیسې په اړه له ګډون والو سره د کیسې لیکلو په برخه کې خپلې تجربې او مالومات شریک کړل.

د غونډې په بله برخه کې مشاعره وشوه چې انعام الله ګوهر، حکمت آرین، حبیب الرحمن تاثیر، بلهار جلالزي، مزمل هوتک او یو شمېر نورو په کې خپل شعرونه واورول.

غونډه د قاضي امین له لوري د دوعایې په لوستلو سره مازیګر ناوخته پای ته ورسېده.

ومن الله توفیق

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *