حبیب الرحمن تاثیر –

د تېر په څېر نن شنبه د دوه زره څوارلسم کال د ډسامبر د مياشتې په اووه ويشتمه نېټه د غزني ښار د مسلم پوهنتون په تالار کې د کليوال ادبي ټولنې له لورې اونيزه پرله پسې دوولسمه غونډه وشوه، په دغه غونډ کې چې د عبدالحميد هڅاند له لورې د قران کريم په مقدسو اياتونو سره پيل شوه لسګونو تنو شاعرانو، ليکوالانو، ژورناليسټانو، د قلم خاوندانو، محصلينو او مينه والو ګډون کړى وو. ځوان ليکوال، شاعر او ژورناليسټ حکمت ارين په کې د تېرې غونډې ګزارش واورولو

دغه غونډه چې د نظامت چارې يې ځوان ليکوال، جميل وقار ترسره کولې په دوو برخو وېشل شوې وه په لومړۍ برخه کې په څلورېزه او د څلورېزې په اړه حبيب الرحمن تاثير د غونډې ګډون والو ته په زړه پورې لکچر ورکړ، هغه وويل: په روان وخت کې په ډېرى ځايونو کې شاعران د غزل چې د قافيې د نشوالي، له وسه تېرېدو، د شعر د مشکل والي او د ځينو نورو لاملونو له امله ورڅخه نيمګړى پاته شي دوو بيتونو ته څلوريزه وايي:

هغه وويل: د ځينو ليکوالو او شعرپوهانو په نظر څلوريزه څلور مسرې لري او زياتره يې څلور واړه لس لس څپې وي، په ويلو کې خپل ردم، موسيقي، لى او په چوړښت کې خپل چوکاټ لري، رباغي يا څلوريزه هم هغه شعري فورم دى چې له عربي څخه پښتو ته راغلى دى او داسې نو

دغه غونډه چې له کابل څخه راغلى مېلمه شاعر، ليکوال او د ټپييزو خالق داکټر حنيف حيران يې مشر مېلمه وو هغه هم په کې خپله خوږه وينا وکړه او د څلوريزې په اړه يې خپل مالومات له ګډونوالو سره شريک کړل، هغه وويل: د محمداصف صميم په خبره چې بايد په څلوريزه او قطعه کې هم فرق ظاهر سي، که لومړۍ او دوهمه مسره سره هم قافيه، دريمه ازاده او څلورمه بيا ورسره تړلې وي نو هغې ته څلوريزه او که لومړۍ او دوهمه سره ازاده وي نو هغې ته بيا قطعه ويلى شو.

که څه هم په دغه غونډه کې زياتې خبرې په تنقيدي اړخ باندې وشوې، نو ځوان ليکوال نقيب الله خانېخېل په غونډه کې په خپلو خبرو کې وويل:بايد چې په کره کتنه په ځانګړې توګه په تنقيد او تنقيص کې توپير وسي او دا چې خلګ بايد په غونډه کې تنقيد وزغمي او له هر ډول حوصلې څخه کار واخلي هله نو بيا په ټولنه کې روغوالى راتلى شي.

په غونډه کې په غزني کې د کډوالو د رياست پخواني رييس ښاغلي عبدالباري رحيمي هم ګډون کړى وو او په خپلو خبرو کې يې وويل: خوشحاله يم چې نن مې په غزني کې د کليوال ادبي ټولنې په ادبي غونډه کې ګډون کړى دى، ډاډ درکوم چې هر ډول مرستې ته مو تيار يم، هغه وويل: دغه ډول غونډې زموږ په ټولنه کې د علم او پوهې په خورولو او خلګو ته په پوهه ورکولو کې تر هر چا ښه رول ادا کولاى شي.

له دې څخه پرته ډېرى ګډونوالو په خپل خپل وار په ځلوريزه او د څلوريزې په جوړښت باندې رڼا واچوله او د غونډې په دوهمه برخه کې خوندوره او خوږه مشاعره وشوه چې د نورو ترڅنګ د غونډې مېلمه ښاغلي ډاکټر حنيف حيران خوږې ټپه ييزې واورولې، غونډه چې د ورځې په دوه بجې پيل شوې وه مازيګر ناوخته د عبدالحميد هڅاند له لورې د دوعا په لوستلو سره پاى ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *