حبیب الرحمن تاثیر
د شنبې په ورځ د دوه زره څوارلسم کال د ډسامبر د مياشتې په ديارلسمه نېټه د غزني ښار د مسلم پوهنتون په تالار کې د کليوال ادبي ټولنې له لورې اونيزه پرله پسې لسمه غونډه وشوه، په دغه غونډ کې چې د بلهار جلالزي له لورې د قران کريم په مقدسو اياتونو سره پيل شوه لسګونو تنو ملګرو ګډون کړى وو.
د غونډې په پيل کې په مردان کې د ښکلي او هر اړخيز شاعر اکرام الله ګران، په کوټه کې د دوو چاپي او ځينو ناچاپه اثارو د خالق عبدالرحيم سوزانه او د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور سرپرست او د باختر خبري اژانس د مدير رازمحمد تلاش له پاره چې په تېره اونۍ کې له دې نړۍ څخه کوچېدلي وو د مغفرت دوعا شوه.
ځينو ملګرو د هغوى په کار او زيار رڼا واچوله او د دريو واړو خداى بخښليو مرګ يې د پښتو ژبې، ادب او کلتور له پاره يوه ستره ضايع وبلله، هغوى وويل: اکرام الله ګران او عبدالرحيم سوزانه په خپل وخت کې د خپلې ژبې له پاره د قلم له لارې زيات خدمت کړى وو او د پښتون قام د بيدارولو له پاره يې شپه او ورځ يوه کړې وه او دا چې رازمحمد تلاش د خپلو قيمتي راپورونو له لارې د خپل ځپلي اولس د ستونځو د هوارولو ږغ پورته کاوه.
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې په راتلونکې غونډه کې به د جايزې له پاره په شاعرانو، ليکوالانو، مينه والو او اولسي خلګو د (سرت النبي) په نوم کتاب وېشل کېږي چې يوه مياشت وروسته به له دغه خلګو څخه امتحان اخيستل کېږي او د ښو نمرو اخيستونکو ته به جايزې ورکوي، د دغه کار له پاره ګومارل شوې کومېټۍ ته هدايت وشو چې سر له ننه په خپل کار لاس پوري کړي.
هېره دي نه وي چې کليوال ادبي ټولنې د کتاب او د کتاب لوستلو د دودولو په موخه پر کتابونو د جايزې ښوودلو يوه لړۍ پيل کړې ده، چې هره مياشت به يو کتاب لوستونکو ته ورکوي او هغه به يې مطالعه کوي وروسته به له مطالعه کوونکو څخه امتحان اخيستل کېږي او ښو نمرو اخيستونکو ته به د خپل وس چايزې ورکوي. چې په لومړي سر کې يې پورته ذکر شوى کتاب وړاندې کېږي.
کليوال ادبي ټولنه چې تر دې وخته يې شپږ ټوکه کتابونه هم چاپ کړي دي او هوډ لري چې په راتلونکي کې به هم همدې کار ته دوام ورکوي د (غ��) په نوم مياشتنۍ مجلې لومړۍ ګڼه چې د دې ټولنې له لورې چاپېږي په دغه غونډه کې په ګډونوالو وويشل شوه،
په ياده غونډه کې چې د ورځې په دوه بچې پيل او مازيګر ناوخته د قاضي امين له لورې د دوعا په کولو سره پاى ته ورسېده. له شاعرانو، ليکوالانو، مينه والو او اولسي خلګو څخه غوښتنه وسوه چې په راتلونکې غونډه کې د کليوال ادبي ټولنې له لورې په کتابي جايزه کې ونډه واخلي او خپل صلاحيت هيواد والو ته ښکاره کړي.