کلیوال ادبي ټولنه

جمیل وقار –

کلیوال ادبي ملګري ټولنې د اونیزو غونډو په دوام د شنبې په ورځ چې د روانې لړم میاشتې له اولسمې نېټې سره سمون خوري، پينځمه غونډه ترسره کړه.

غونډه د تېر په څېر د قرانکریم په ښکلو ایاتونو پیل شوه، چې د پیل لپاره یې بلهار جلالزي ته بلنه ورکړل شوه.

وروسته نبي الله پیرخېل د تیرې ناستې راپور ولوست.

له پیرخېل وروسته ښاغلي مجید ژړاند د منځنۍ یا کلاسیکې دورې په اړه لکچر وړاندې کړ.

ښاغلي ژړاند وړاندې وویل چې دې دورې ته متوسطه دوره هم وایې او د لسمې هجري پېړۍ له منځنیو پیلېږي او د څوارلسمې هجري پېړۍ تر لومړیو دوو دریو لسیزو پورې رسېږي.

د ښاغلي ژړاند په وینا دپښتو ادبياتو منځنۍ دوره له سياسي او اېډيالوجيکي مبارزې سره پيل کيږي. خو دغه مبارزه د فيوډالي شرايطو له چوکاټ څخه دباندې نه وزي .په دې دوره کې پښتو ادبيات د افغانستان ، پښتونخوا او هند په سيمو کې له ځينو ملي مذهبي او پښتني جنبشونو سره په ارتباط کې ايجاديږي او وده کوي .دمنطقي مسلط فرهنګي او ادبي جريانونه پرپښتو ادبياتو خپل اغېز ښندي او دهمدغو جرياناتو  په پيروي په پښتو ادب کې ځانګړي سبکونه پيداکيږي او ځان ته خپل خاص پيروان مومي .

نوموړې وړاندې وویل، مياروښان ديوې مذهبي فرقې دلارښود په توګه په توره او قلم مبارزه کوي .
روښان او خوشحال خټک دواړو دپښتنو د خپلواکۍ اوملي حاکميت دپاره توده او سړه جګړه پرمخ بېولې ده .

د ښاغلي مجید ژړاند په خبره چې د پښتو ادب منځنۍ دوره د دې ژبي لپاره اساسي دوره ګڼل کېږي.

مجید ژړاند په معاصره او لرغوني دورې هم اوږدې خبرې وکړې.

وروسته د غونډې ګډون والو د موضوع په تړاو له ښاغلي ژړاند نه پوښتنې او نوموړې یې ځوابونه ورکړل.

د غونډې په بله برخه کې ښاغلي اجمل بلهار جلالزي خپل لاندې غزل د تنقید لپاره کېښود:

غزل

پريرو چې راته مخکې په خندا شي

په خپل تللي عمر ډېره ژړا راشي

د غماز ظالم له لاسه مې زړه چوي

همیشه د یار په خوا کې را پيدا شي

د اغیار په لمسون را نه یار تللی

ګمان نه کړم چې به ماسره پخلا شي

چې بندي وي د ګیډۍ زلفو په دام کې

هغه زړه به په ځواني کې نیمه خوا شي

دا امکان به میسر نشي بلهاره

چې ازغي به له ګلابه را جلا شي

د غونډې ټولو ګډونوالو د ښاغلي جلالزي پورتنۍ غزل وستایل او د غزل په ځینو بیتونو کې د سولېدلي کلماتو په نه کاروني ټینګار وکړ.

په فراه پوهنتون کې استاد رحمت الله سلطاني وویل چې غزل د چوکاټ له لحاظه د ستاینې وړ ده، خو په ځینو برخو کې د کلماتو په ترکیب کې سکتګي لري.

د غونډې زیاتو نورو ګډون والو هم د بلهار جلالزي پورتنۍ غزل وستایل او هغه ته یې په دې او نورو برخو کې د لا زیاتو هڅو غوښتنه وکړه.

د غونډې په وروستیو شېبو کې د غونډې مېلمه، قومي مخور او د ښه احساس څښتن حاجي صاحب حقداد خبرې وکړې.

نوموړې د کلیوال ادبي ملګري ټولنې له غړو څخه مننه وکړه چې ژبي او ټولنې ته د خدمت لپاره منډې وهي.

نوموړې ځوانان د ټولنې د سمون، د پوهنې د پراخیتا او د دې ویر ځپلې ټولنې د اصلاح لپاره یوازینی قشر وبلل.

د غونډې نورو مېلمنو، ښاغلي مزمل هوتک او د فراه پوهنتون استاد رحمت الله سلطاني هم خبرې وکړې.

د راتلونکي غونډې لپاره انعام الله ګوهر او د هغه په غیاب کې انجنیر حکمت الله حکمتي ته دنده وسپارل شوه په یوې موضوع کار وکړي.

غونډه چې ماسپښین په دوه نیمې بجې پیل شوې وه، په څلور بجې یې څارنوال قدرت الله نرمیوال د دوعایې په لوستلو سره لمن ور ونغښته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *