کلیوال ادبي ملګري ټولنې د اونیزو ناستو په دوام څلورمه ناسته د معمول سره سم د شنبې په ورځ چې د روانې لړم میاشتې لسمه نېټه کېږي، د ډي لایټ ساختماني شرکت/کلیوال ادبي ملګري ټولنې په دفتر کې ترسره کړه.

غونډه د نورو ناستو په څېر د قرآن کریم په تلاوت پیل شوه، چې د قرآت لپاره یې دریز ته قدرت الله نرمیوال ور وبلل شو. وروسته نبي الله پیرخېل د تيرې ناستې راپور ولوست او ملګرو په نظر وکړ.

له ښاغلي پيرخېل وروسته حکمت الله آرین د افغانستان او امریکې د باندینو اړیکو په اثر رڼا واچوله.

ښاغلي آرین وویل چې یاد کتاب لیکوالانو لیکلی او په ښه بڼه یې د دې دواړو هېوادونو اړیکي کې را اخیستي.

د ده په وینا د کتاب په لومړیو برخو کې د افغانستان په تاریخ خبرې شوي او د هغو موضوعاتو یادونه په کې شوي چې افغانستان یې له ناورینونو سره مخ کړی. وروسته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په رول او هلته د افغانستان په بڼې خبرې شوي.

د ارین په خبره د دې کتاب په نورو برخو کې له اماني دورې بیا تر اوسنې نظام پورې په بېلابېلو پړاونو کې د افغانستان او امریکې اړیکې را اخیستل شوي.

نوموړي د غونډې ګډون والو او د دې راپورو ټولو لوستونکو ته د یاد کتاب د لوستلو توصیه وکړه.

د ښاغلي حکمت الله ارین له خبرو وروسته په کتاب ازاد بحث وشو او د موضوع په اړوند یې له نوموړې پوښتنې وکړې.

د غونډې په بله برخه کې سیف الله لکڼخېل د مطالعې د اصولو په تړاو خپل لکچر وړاندې کړ.

د نوموړې په خبره چې د مطالعې لپاره تر ټولو لومړی شرط د موضوع او کتاب د ډول ټاکل دي.

ښاغلي لکڼخېل وویل چې هر څوک باید د خپلې علاقې او رشتې مطابق کتاب غوره کړي.

د ده په ټکو له کتاب غوره کولو وروسته د مطالعې لپاره د ماحول او وخت په نظر کې نیول اړین دي.

ښاغلي لکڼخېل وړاندې د مطالعې د اصولو په تړوا اوږدې خبرې وکړې.

وروسته ښاغلي حکمت ارين خپل لاندې غزل د نقد لپاره وړاندې کړ:

ناست یـم تصویـــــرونو کې سوري کوم
خــــپلو انــدامـــونو کـــــې سوري کوم

ستا انځور چې مړ نشي او ساه واخلي
روغـــو دېوالـونــو کـــې سوري کوم

اوښکې او خولې مي سره ګډې شوې
تا ویل چی غـوږونـو کې سوري کوم

خــوله کــې یې تړم درپسې لاړ نشي
خــــپلو آوازونـــــو کــې سوري کوم

دا لېونــتوب بـــس دی چې غزل لیکم
ســـــتا آرین سیندونو کې سوري کوم

د غونډې په وروستیو شېبو کې د غونډې مېلمه انعام الله ګوهر خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به د ټولنې د هرې غونډې ګډون وال وي.

د راتلونکي ناستې لپاره مجید ژړاند ته دنده وسپارل شوه چې په ادبي موضوعاتو کې په یوې موضوع لکچر راوړي او ښاغلي بلهار جلالزي ژمنه وکړه چې د تنقید لپاره به خپل نوی لیکل شوی غزل د دوستانو مخې ته کېږدي.

غونډه چې ماسپښین په دوه نیمې بجې پیل شوې وه، په څلور بجې یې ښاغلي بلهار جلالزي د دعا په لوستلو سره لمن ور ټوله کړه.

ومن الله توفیق

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *