کلیوال ادبي ملګري ټولنې

حبیب الرحمن تاثیر-

نن شنبه د ۱۳۹۳ل کال د لیندۍ میاشتې په نهه ویشتمه نېټه د غزني ښار د مسلم پوهنتون په تالار کې د کليوال ادبي ټولنې له لورې اونيزه پرله پسې يوولسمه غونډه وشوه، په دغه غونډ کې چې د قران کريم په مقدسو اياتونو سره پيل شوه لسګونو تنو شاعرانو، ليکوالانو، ژورناليسټانو، د قلم خاوندانو او محصلينو ګډون کړى وو، په دغه غونډه کې چې د نظامت چارې يې ځوان ژورناليسټ حکمت الله ارين ترسره کولې د غونډې په پيل کې جميل وقار د تېرې غونډې ګزارش واورولو او سمع الله صديق په غونډه کې د غونډې په اړه مالوماتي خبرې وکړې او د ملګرو و پوښتنو ته يې ځوابونه وويل.

په ياده غونډه کې چې د سيرت النبي په نوم د کتاب وېشلو ته ځانګړې شوې وه، ځينو علمي شخصيتونو په کې ويناوې وکړې، په سر کې ديني سکالر قاضي عارف د سيرت النبي په اړه په زړه پورې وينا وکړه او د دغه ډول کتابونو د مطالعه کول يې د دونيا او خيرت ګټه وبلله، هغه د کليوال ادبي ټولنې او د ټولنې د ټولو غړو د کار او زيار ستاينه وکړه او ويې ويل وياړم چې: د دغې ټولنې غړي د يوه نېک کار په موخه راولاړ شوي دي او هوډ يې کړى دى چې دوى به دا ډول کارونو ته دوام ورکوي، قاضي عارف د کتابونو د مسابقې او په لومړي سر کې مسابقې ته د سيرت النبي کتاب وړاندې کول د افغانانو له دين او مذهب سره د زياتې مينې دليل وباله.

1له دې وروسته ديني عالم مولوي ظهور احمد اصف د سيرت النبي په اړه خپله عالمانه وينا وکړه، هغه په خپلو خبرو کې وويل: ډېر د خوشحالۍ ځاى دى چې زموږ په وروسته پاته ټولنه کې ځوانان راولاړېږي او د کتابي مسابقې لړۍ پيلوي، چې موږ يې هرې مرستې ته تيار يو، مولوي اصف د ځوانانو د روزنې په ځانګړې توګه د هغوى د ذهني روزنې لپاره دا ډول کارونه پر لاره اچول په روان وخت کې بېخي اړين و بلل او ويې ويل: د ذهني ودې او فکري پراختيا له پاره دا ډول کارونه يو مثبت کردار ترسره کولاى شي.

د غونډې په جريان کې قدرت الله نرميوال د هغه کسانو نومونه ياد کړل او مننه يې ورڅخه وکړه چې د ياد کتاب د رانيولو په برخه کې يې مالي مرسته کړې وه او په پاى کې د غونډې په ګډونوالو کتابونه ووېشل شول چې يوه مياشت وروسته به له دغه کسانو څخه ازموينه اخيستل کېږي، دغه غونډه چې د ورځې په دوه بجې پيل مازيګر ناوخته د دوعا په کولو سره پاى ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *