اونيزه پنځه نويېمه غونډه
مجيد ژړاند –
روان کال د تلې میاشتې په اووه لسمه نېټه کليوال ملګري ټولنې اونيزه ۹۵مه غونډه د ښکلا په سياليو کې د اته ويشت اسيايي هيوادونو په کچه مډال راوړونکي استاد حميدالله عمري ته ځانګړې کړې وه.
ياده غونډه، چې د کليوال ملګري ټولنې په دفتر کې جوړه شوې وه، ماسپښن دری بجې د ښاغلي قاضي محمد امين رفيقي له لوري د سپېڅلي کتاب په مبارکو ايتونو سره پيل شوه، د غونډې ګډونوال د ملي سرود په وياړ په خپلو ځایونو کې ودرېدل.


د غونډې پرانيستونکي وينا لپاره د ټولنې ریس انعام الله ګوهر دريځ ته وبلل شول، د غونډې ګډونوالو ته يې د ښه راغلاست تر څنګ د ښاغلي استاد حميدالله عمري ستاينه وکړه او په خپلو خبرو کې يې وویل« تېرو څلوېښت کلنو جګړو د هيواد د ابادۍ او ځوانانو د پرمختګ چارې ټکنۍ کړې وې، تر ټولو زیاته صدمه ځوانانو وليده، خو له نېکه مرغه په تېرو پنځلسو کلونو کې چې په هيواد کې نسبي سوله راغلې ده، نو ځوانانو هم له خپل ځان څخه وړتياوې ښودلې دي، چې يوه بېلګه يې ښاغلی استاد حميد الله عمري دی، چې د اته ويشت هيوادونو په کچه يې هيواد ته دريم مقام ګټلی دی، نو ځکه استاد حميدالله عمري زموږ د هيواد او ټولنې وياړ دی او نن مو د نوموړي د درنښت په موخه غونډه رابللې ده.
خو کاش چې دولت هغه ځوانانو ته خپل پام اړولی وای، چې هيواد ته وياړونه او نېکمرغۍ راوړي، زموږ په هيواد کې له يوه لوري جګړه توده ده، نو له بلې خوا ځوانان د نړۍ په کچه ځانونه ځلوي.»
له انعام الله ګوهر څخه وروسته په غزني کې د کرکيټ بورډ امر ښاغلي عزت الله مومنيار خبرې وکړې او د خپلو خبرو په يوه برخه کې يې د کليوال ملګري ټولنې له هڅو مننه وکړه، چې تل يې حقدار او وړ ملګري ستایلي دي استاد حميد الله عمري زموږ د هيواد وياړ دی، ډېر خوشاله يم، چې نن ورځ د ورزش او سپورت اتلان لمانځل کېږي.
تاج محمد سکندر بیا د خپلو خبرو مرکزي ټکي د ورزش او سپورت په اړه و، چې په وينا ورزش د افغانانو ملي يووالی ساتلی دی، که مو د نړۍ په کچه کرکيټ لوبغاړي وځلېدل د همدې هيواد او ټولنې خلک و، د هيواد بیرغ يې په نړۍ کې اوچت کړ.
د فوټبال ملي لوبډلې چې د اسيا په کچه کوم افتخارات هيواد ته راوړل د همدې ورزشکارانو د مټو زور و، هغه څوک چې د ورزش لوبغاړو ته د تعصب له سترګيو ګوري، دوی تعصب ړانده کړي دي، هغه څوک چې د کرکيټ لوبډله په پښتون قوم پورې تړي، يا د فوټبال لوبډله په يوه قوم پورې محدودوي، هغوی د خپلو سياسي او ناروا کړنو لپاره د تعصب تخمونه کري او د خپل راتلونکي شيطاني فکر محصول تر لاسه کوي، د ورزش په برخه کې ټول افتخارات د افغانستان او افغانانو دي، هيڅوک يې په کوم قوم او قبېلې پورې محدودولی نه شي، تاج محمد سکندري د ښاغلي استاد حميدالله عمري په بيوګرافي او افتخاراتو هم خبرې وکړي.
نوموړي د کليوال ملګري ټولنه وستايله چې د غزني او د هيواد په کچه يواځينۍ ټولنه ده، چې د ملي يووالي لپاره کار کوي او د ننۍ ستاينغونډې په څېر يې ډېرې ورته لمانځغونډې جوړې کړې دي.
په غزني کې د بی، بي، سي راډيو خبریال اسدالله بلهار جلالزي په خپلو خبرو کې وويل ډېر خوشاله يم، چې نن ورځ د استاد حميدالله عمري په وياړ غونډه کې تاسو ته مخاطب يم، کليوال ملګري ټولنې د استاد حميدالله عمري په وياړ غونډه جوړه کړې ده، زه يې عمري صاحب ته ځانګړې مبارکي وايم او له نوموړي هيله لرم، چې په راتلونکې کې لا ستر افتخارات راوړي او زموږ د خوښۍ لامل شي.
په هيواد کې جنګ جکړو له موږ څخه د خوښۍ موسکا مروره کړې ده، خو همدغه ځوانان چې ګورم، نو زموږ پر شونډو موسکا راولي زموږ هويت نړۍ ته ورپېژني، چې موږ سوله خوښوونکي ملت يوو.
د ټولنې په استازيتوب قدرت الله نرميوال خبرې وکړې او د خبرو په يوه برخه کې يې راغلي وو« له تېرو پنځو کلونو راهیسې کليوال ملګري ټولنه په غزني کې فعاليت کوي، چې تر ډېره يې ملي يووالي او د خلکو تر منځ د سالمو سیالیو بنسټ ايښی دی، که کلیوال ملګري ټولنې د د زده کوونکو تر منځ سیالۍ تر سره کړې دي، نو د ژبې او فرهنګ سټې يې هم لمانځلې ده، د تکنلوجۍ په برخه کې يې هم د کار کدرونه لمانځلي دي، کليوال ملګري ټولنې د قلم، ژبې، فرهنګ، تکنالوجۍ او ورزش اتلان ستايلي دي او په راتلونکي کې به يې هم ستايي، پر دې وياړمن يوو، چې هيڅکله مو ټوپکواکي، زورواکي او زرواکي ستایلي نه دي.
د ستاينغونډې بل ويناوال په غزني کې د خبريالانو د ټولنې ریس ښاغلی محمد عارف نوري و، نوموړي په خبرو کې د استاد حميدالله عمري لاسته راوړنې وستايلې او نوموړي ته د نورو لوړو موفقیتونو غوښتونکی شو، خو په څنګ کې يې د کليوال ملګري ټولنې له هڅو نه هم يادونه وکړه، چې په وينا کليوال ملګري ټولنه په حقيقت کې يو اکاډميک مرکز دی، چې ليکوالان روزي، د حقدارو خلکو هڅې ستايي او په رسنيز ډګر کې يې غږ میاشتنۍ خپرونه او غږ ويب پاڼه د يادولو وړ دي، چې د خلکو ستونزو ته يې انعکاس ورکړی دی.
د ځوانانو د پارلمان استازي خالد احمد مبارز هم د استاد حميدالله عمري هڅې وستايلې او ځوانان يې سالمو سیالیو ته وهڅول.
د غونډې په وروستيو کې د ټولنې ریس انعام الله ګوهر استاد حميدالله عمري ته ستاينليک ورکړل شو او د ګډونوالو له لوري په چکچکو بدرګه شو، استاد حميد الله عمري د کليوال ملګري ټولنې نه مننه وکړه چې زما هڅې يې وستايلې او زه به ګانده کې د لاسترو بریاوو د راوړلو لپاره هڅې او هاند کوم.
غونډه په هيواد کې د دايمي سولې د راتلو په دعايې سره پای ته ورسېدله.