راپور: سلام افغان
کلیوال ملګري ټولنه اونیزه ۱۳۶مه غونډه نوښتګر شاعر او لیکوال د ارواښاد ریاض تسنیم یادغونډې ته ځانګړې کړې وه چې د ستېج چارې یې مرتضی وردګ په مخ بیولې.
په پیل کې د کلیوال ملګري ټولنې ریئس انعام الله ګوهر د خبرو لپاره ستېج ته وبلل شو. ګوهر صیب په پيل کې وويل چې که څه هم د رياض تسنيم مړينه د پښتو ادب په برخه کې ستره ضايعه ده او تشه به تل محسوسیږی، خو د رياض تسنيم غوندې خلک هیڅکله نه مري او چې څو پښتانه او پښتو ژبه وي، هغه به یادیږی.هغه زياته کړه چې باوجود ددې چې نن سبا شاعران بېخي ډېر شوي او شاعري زياته شوې اما ښه شاعران به يوازې د ګوتو په شمېر څو کسان وي او تسنيم هم له دغو څو ښو شاعرانو څخه و. د هغه په خبره چې د تسنيم شاعري له نوښته ډکه د نوي خيال او منفرد انداز شاعري ده او هغه په شاعري کې خپل سبک او خپله لاره درلودله. ګوهر د تسنيم د چاپ شويو شعري ټولگو يادونه وکړه، په هغه يې رڼا واچوله او زياته يې کړه چې تسنيم د شعر تر څنګ د نثر ليکلو په برخه کې د ښه قلم خاوند ؤ او همدا راز د کره کتنې په برخه کې کار يې هم د يادولو دی.
ورپسې لیکوال شاعر حبیب الرحمان تاثیر د ریاض تسنیم په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې که څه هم ریاض تسنیم د کوزې پښتونخواه د کورمې اوسېدونکی ؤ خو د عمر ډېره برخه یې د پاکستان سند په ایالت کې تېره کړې وه خو ددې هر څه باوجود یې په هلته د پښتو شعر او نثر ډېوه بله وساتله او د پښتنو شاعرانو او لیکوالانو ټولنې یې هم فعاله ساتلې وې. د تاثیر صیب په خبره چې له ریاض تسنیم سره یې څو ځل لیده کاته شوي، هغه یو ډېر خاموشه، دروند او ښو اخلاقو څښتن. هغه زیاته کړه چې تسنیم د لوی افغانستان د فکر سړی ؤ او په دې باور ؤ چې د ډیورنډ خیالې کرښې پښتانه نه شي جلا کولی.
ورپسې د کلیوال ملګري ټولنې غړی جمیل وقار د خبرو لپاره ستېج ته راغی. ښاغلي وقار وویل چې ددې تر څنګ چې ریاض تسنیم په شاعري کې د ځانګړي سبک څښتن ؤ، د هغه لیکنې او د خوشال د اثارو هغه برخې څېړل چې پښتانه یې مخاطب دي، دا په ډاګه کوي چې ریاض تسنیم په پښتو او پښتنو مین شخص ؤ. د وقارصیب په خبره چې پښتانه که لر دي او که بر دي خو یوې ژبې او ګډ کلتور هغوی داسې نوک او غوښه کړي چې هیڅکله به بېل نه شي. ښاغلي وقار زیاته کړه چې که څه هم ریاض تسنیم نور زموږ تر منځ نشته خو په دې هیله چې دهغه په ادبي کارونو په خاصه توګه په شاعرۍ باندې کار وشي او د هغه له فکره ډکه شاعري راوسپړل شي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې مشاعره وشوه چې د ریاض تسنیم شعرونه په کې دیکلومه شول.
د یادولو ده چې ریاض تسنیم د تېرې دوشنبې په ورځ د ۴۹ کلونو په عمر د کراچۍ په یوه روغتون کې د تور زېړي ناروغۍ له امله له دې نړۍ سترګې پټې کړې. هغه د شاعري په برخه کې درې شعري ټولګې لري چې (دا کوم رنګ مې کشید کړی)، (چندڼ) او ( زه که دا وارې ویده شوم) یې نومونه دي.