جميل وقار
کلیوال ملګري ټولنې د پرلپسې اوونیزو غونډو په دوام نن د شنبې په ورځ د ۱۳۹۵ لمریز کال د لېندۍ میاشتي په شپږمه نېټه خپله سلمه اوونیزه غونډه وکړه.
دا غونډه چې سلمې او د ټولو اوونیزو غونډو ارزونې ته ځانګړې شوې وه، له میدان وردګ او پکتیکا ولایتونو څخه هم یو شمېر کسانو ګډون په کې کړی و، سټېج چارې بلهار جلالزي پر مخ وړې او د پیل لپاره یې قاضي حبیب الله حبیبي ته د قرآن کریم تلاوت بلنه ورکړه.
د غونډې پرانیستونکي وینا لپاره د ټولنې رئیس ښاغلي انعام الله ته بلنه ورکړل شوه. نوموړي په پیل کې له ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې د ټولنې په فعالیتونو کې فعاله ونډه اخیستي، د دې فعالیتونو د لا ښه والي په موخه یې مشورې ورکړي او د ټولنې د کارونو د لا پراختیا په برخه کې ستړې ګاللي.
ښاغلي ګوهر د اوونیزو غونډو په ارزښت رڼا واچوله او د فکري ویښتیا په برخه کې داسې علمي غونډې او د ځوانانو انسجام د زیات اهمیت وړ وبلل.
نوموړي همدا راز یادونه وکړه چې کلیوال ملګري ټولنې تر ټولو لومړۍ موخه داده چې ځوان استعدادونه وروزي او په دې برخه کې تر ډېره ښه پانګونه هم کړي.
انعام الله ګوهر د ټولنې د راتلونکو پلانونو په اړه هم رڼا واچوله او ژمنه یې وکړه چې له سلمې اوونیزې غونډې وروسته به د اوونیزو غونډو معیار لا لوړېږي او فعالیتونه به نور هم پراخېږي.
د غونډې دویم ویناوال د ټولنې پخوانی رئیس مجید ژړاند و. نوموړي د کلیوال ملګري ټولنې په فعالیتونو رڼا واچوله او د غزني اوسنی فرهنګي او مدني وضعیت یې له پخواني هغه سره پرتله کړ.
ښاغلي ژړاند وویل چې کلیوال ملګري ټولنې په ډېرو کمو امکاناتو تر دې ځایه مزل راوهلی او د فعالیتونو د لا ښه والي په موخه د ملګرو ژمنتیا مهمه ده.
ښاغلي اسدالله جلالزی له مجید ژړاند څخه وروسته د وینا لپاره وبلل شو. نوموړي د غزني په فرهنګي وده کې د شهید غني خان غالب هڅې د ستاینې وړ وبللې او زیاته یې کړه چې کلیوال ملګري ټولنه د غزني فرهنګي څېرې ته بدلون ورکړ.
ښاغلي جلالزي وویل چې پخوا یې غزني کې د فعالیت او خپلې ژبې ته د خدمت غږ نشوای پورته کولای، خو له ډېره ښه مرغه کلیوال ملګري ټولنې دا وضعیت ته تغییر ورکړ.
له ښاغلي جلالزي وروسته د وردګو پوهنتون رئیس عنایت الرحمن مایار د وینا لپاره وغوښتل شو. نوموړي وویل چې د ټولنې د لومړیو وختونو فعالیتونه چې له اوسنیو هغو سره پرتله کوم، د زیاتې خوښۍ احساس کوم. د ده په وینا ټینګ هوډ، په مبارزې پسې مبارزه او د سپېڅلو موخو ټاکل هغه څه دي چې سړي ته مطلوبې موخې په لاس ورکوي.
ښاغلي مایار زیاته کړه: دا ورته د زیات ویاړ خبره ده چې د اوونیزو غونډو د لومړۍ غونډې لکچر نوموړي وړاندې کړی دی.
نوموړي ژمنه وکړه چې د پخوا په څېر به د ټولنې په څنګ کې پاته کېږي او د دې ټولنې د لا پراختیا لپاره به تر پخوا ډېرې هڅې کوي.
د غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد مصطفی صفا چې ډېر کله د کلیوال ملګري ټولنې په فعالیتونو کې ګډون کوي، له استاد مایار وروسته د خبرو لپاره راغی.
نوموړي وویل چې د کلیوال ملګري ټولنې د سیمې د ولایتونو په کچه ډېر ښه روان دي او د ژمنتیا، ګډې مبارزې او هڅو پایله یې بریا ده.
استاد صفا وویل چې کلیوال ملګري ټولنه د پوهنتون او روزنیز مرکز حیثیت لري او ډېر ځوانان یې روزلي دي. هغه زیاته کړه، چې د انسان جوړونې او فکري روښانتیا لپاره داسې مرکزونه خورا زیات اهمیت لري.
د کلیوال ملګري ټولنې فعال غړی سمیع الله صدیق بل ویناوال و، چې د ټولنې په فعالیتونو او د دې غونډو په اهمیت او د غزني په ټولنه کې د داسې ټولنو په تاثیراتو خبرې وکړې.
نوموړي وویل چې د دې ټولنې په رامنځ ته کېدو کې شهید غالب خپلو خلکو ته د خدمت دروازې پرانیستې او اوس زموږ مسوولیت دی چې دا فکري ښوونځی لا پراخ کړو.
ښاغلي صدیق زیاته کړه چې نوي ځوانانو ته باید وخت ورکړل شي او دا د دې ټولنې راتلونکي سرمایه ده.
حبیب الرحمن تاثیر په خپله وینا کې وویل چې کلیوال ملګري ټولنه د فرهنګ او مدنیت خورولو کې زیات رول ادا کړی او د لا ښه تېز حرکت پایله باید ښه لوړ اهداف له ځان سره ولري.
جمیل وقار په خپلو خبرو کې وویل چې سلمه غونډه د حرکت پیل دی او هیڅ ستړیا او سختۍ یې د مبارزې له ټینګ هوډ څخه نشي را ګرځولی.
له پکتیکا څخه راغلی مېلمه او د کلیوال ملګري ټولنې فعال غړی عبدالباري نعیمي د غونډې وروستی ویناوال و. نوموړي د کلیوال ملګري ټولنې فعالیتونه وستایل او د سیمه ییزو ولایتونو په لا ښه ګډ کار یې تاکید وکړ.
نوموړي وویل چې کلیوال ملګري ټولنه او په ټوله کې د غزني ولایت فرهنګیان باید د پکتیکا په شمول له مختلفو ولایتونو سره فرهنګي اړیکې لا ټینګې کړې او د ګډو اهدافو لپاره ګډ تګ وکړي.
غونډه چې د ماسپښین په دوه نیمې بجې پیل شوې وه، مازیګر څلور بجې د قاضي حبیب الله لوري د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.