راپور: حبیب الرحمن تاثیر

په غزني کې کلیوال ملګري ټولنې چې د نورو فعالیتونو ترڅنګ د هرې شنبې په ماپښین اونیزه غونډه کوي د حوت میاشتې په دوه ویشتمه نېټه یوه بله پرله پسې پنځه اویایمه غونډه وکړه چې د کلام الله په سپېځلو ایاتونو سره پیل او د دوعایې په لوستلوسره پای ته ورسېده او یو شمېر کسانو په کې ګډون کړی وو، یادې ټولنې په دغه غونډه کې چې د ویډیويي لینک له لارې لکچر ته ځانګړې شوې وه دا ځل جرمني مېشته د هیواد تکړه لیکواله، شاعره، ژورنالیسټه او د ملي راډیو تلوېزیون پخوانۍ ویانده سهيلا حسرت نظیمي له هغه ځایه رامېلمنه کړې وه.

په دغه غونډه کې چې د (معاشرت) تر عنوان لاندې لکچر ته ځانګړې شوې وه، لومړی لکچرارې د غونډې له ګډونوالو څخه د موضوع په تړاو لنډې پوښتنې وکړې او وروسته یې خپل لکچر پیل کړ، هغې په خپلو خبرو کې د معاشرت او یا هم په ټولنه کې د خلګو ترمنځ په ټولیزه توګه په نزدېوالې هر اړخیزې خبرې وکړې، هغې په ټولنه کې د مشرانو، کشرانو او همځولو ترڅنګ ټولو انسانانو ته درناوی، ښه اخلاق او ښکلې رویه د معاشرت زمواره وبلله او ویې ویل: روانو ناخوالو هم په افغانستان کې معاشرت زیانمن کړی دی.

سهیلا وړاندې وویل: په ټولنه کې هغه موخې چې غواړو ورته ورسېږو، نو هغه هم د دغه ادابو او معاشرت په مرسته کولای شو لاره پیدا کړو، دغه معاشرت که دا په سم ډول مراعتوو دا په دې مانا ده چې موږ ځان ته یو څه کوو، نو طبعا چې د ځان له پاره مو څه وکړل اطرافیان به هم راسره خوشحاله وي، که یو څوک خوشحاله وي ګویا چې کورنۍ، مور پلار، خویندې وروڼه او بیا ټوله ټولنه به ورسره خوشحاله او ارامه وي، ډیره مهمه ده چې دغه معاشرت، اداب او سلوک زموږ عات ووسي او زموږ په شخصیت کې هغه ننوځي، ځکه همدغه معاشرت زموږ شخصیت جوړوي، که چیرې موږ ظاهري شخصیت ښیو نو هغه ده چې نن یو ډول او سبا بل ډول یو او نور څوک راباند باور نه شي کولای او زموږ دوه مخېتوب ښیي.

سهیلا حسرت نظیمي په خپل دغه یو ساعته لکچر کې وویل: که غواړئ چې په ټولنه کې محبوب ووسئ او درناوی درته وشي، نو د معاشرت حصول او اداب باید مراعت کړئ، ټولنیزه ناسته ولاړه د ورځني کار مهمه برخه جوړوي،  په همدغو ناستو ولاړو باندې غور وکړئ، زموږ په ټولنه کې ډیری وخت خلګ وعده خلافي هم کوي چې د معاشرت پر زیان تمامېږي، دې کار ته نور باید د پای ټکئ کښېښوودل شي، د ژوند برخه او هره لحظه ځانته خپل خاصیتونه لري چې په کې باید دغه اداب او معاشرت مراعت شي، له دې څخه پرته ډیری نور لاملونه دي چې په ټولنه کې ورسره معاشرت زیاتیږي او کمېږي چې په خپله باید پوهه شو او ورته پام واړوو.

د غونډې په پای کې د موضوع په تړاو او د پوښتنو په برخه کې له اغلې سهيلا حسرت نظیمي څخه پوښتنه وشوه چې تاسو په جرمني کې ژوند کوئ او دلته مشاعرت تر کومه اندازې مراعتېږي ویې ویل: په جرمني کې تر زیاتې اندازې معاشرت مراعت شوی دی، خو شته ځینې کسان چې په ناخوالو او ناوړه کارونو لاس پوري کوي، خو بیا هم د هر شي له پاره قانون شته او دا چې قانون مراعتول هم په ټولنه کې د معاشرت لورته ګام اخیستل دي، په افغانستان کې چې څه شی کمبوت دی هغه د قانون نه پلی کېدل دي، همدغه د قانون مراعتول د دې سبب کېږي او هغه کسان چې په معاشرت او ادابو هم سم نه پوهیږي مجبور ووسي چې د نورو په خاطر دا مراعت کړي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې: زما په خیال زموږ په ټولنه کې چې کومې ستونځې او شخړې رامنځ ته کېږي لامل یې هم د معاشرت نه مراعتول دي او څه باید وشي چې معاشرت په کې رامنځ ته شي، سهيلا حسرت نظیمي د کلیوال ملګري ټولنې د ویډیویي غونډو بنیاد او لړۍ وستایله او ویې ویل: دغه ډول پروګرامونه، غونډې او عامه پوهاوی کولای شي چې په دې برخه کې رول ترسره کړي، دې وویل: که په دغه تړاو ډیر وخت غونډې او سیمینارونه راووبلل شي کيدی شي پراختیا ومومي او دا چې د رسنیو رول تر بل هرڅه زیات دي خو له بده مرغه چې هغوی ورته هیڅ پام نه دی اړولای.

څنګه چې کلیوال ملګري ټولنې د اونیزو غونډو په جریان کې په لومړي ځل یوه میرمن د د ویډیویي لینک له لارې رامېملنه کړې وه، نو تر دې وړاندې یې هم په هیواد او له هیواد څخه د باندې له معتبرو شخصیتونو سره له دې لارې غونډې نیولې دي چې دا ویاړ دغې ټولنې ته ور په برخه شوی او په هر ځای کې یې قدردانی او ستاینه هم شوې ده، د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې وحیدالله جلالزی به د کلیوال ملګري ټولنې په راتلونکې اونیزې غونډه کې د (په ټولنه کې د خلګو مسولیت) ترسرلینک لاندې موضوع باندې د غونډې ګډونوالو ته لکچر ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *