راپور:جمیل وقار-
کلیوال ملګري ټولنې د ۱۳۹۵ لمریز کال د تلې د میاشتي په لسمه نېټه د اوونیزو ناستو په دوام څلورنویمه ناسته وکړه. غونډه چې د معمول په څېر د کلیوال ملګري ټولنې په دفتر کې دایرېږي قاضي حبیب الله حبیبي د قرآن کریم په مبارکو آیاتونو پیل کړه. ورپسې عبدالباري حمیدي د تېرې اوونیزې ناستې راپور ولوست او د لا ښه والي لپاره یې د ملګرو نظر غوښتنه وکړه.
د غونډې ګډونوالو د جملو د ترکیب او املايي کلمو په برخه کې ځيني سپارښتنې ورته وکړې.
وروسته د ټولنې نوی رئیس انعام الله ګوهر دریز ته وبلل شو، تر څو د ټولنې په راتلونکو فعالیتونو خبري وکړي. ښاغلي ګوهر د ټولنې د فعالیتونو د پراختیا ژمنه وکړه او د اوسنیو فعالیتونو د لا ښه والي په موخه یې ځیني طرحې وړاندې کړي.
نوموړي وویل چې له دې وروسته به د ټولنې په اوونیزو ناستو کې د تنقید برخې ته زیاته پاملرنه کوي او په اونیزو غونډو کې به دا برخه را فعالوي. د ګوهر په ټکو تنقید د دې ترڅنګ چې اصلاحي بڼه لري، تنقید ته په ټاکل شوي موضوع له څو اړخونو او مختلفو زاویو ښه بحث کېږي.
د هغه په خبره په اوونیزو غونډو کې به د ویډيويي لکچرونو برخې ته ځانګړې پاملرنه کوي او د ملګرو په مرسته به په کور دننه او بهر کې نوموتي او تکړه استادان او فرهنګي، سیاسي او ادبي شخصیتونه په نښه کوي، ترڅو په مهمو مسایلو لکچرونه راکړي.
ښاغلي ګوهر همدا راز یادونه وکړه چې د راپور لیکنې او سټېج چلوني په برخه کې به د ټولنې غړي روزي او دې برخو ته به ښه توجه کوي.
انعام الله ګوهر د ټولنې له ټولو غړو څخه غوښتنه وکړه چې له ده سره همکاري او وږه په وږه کار وکړي، ترڅو یې ټولنې ته ښه خدمت کړی وي.
له انعام الله ګوهر وروسته د ټولنې رهبري شورا ته نوی راغلی غړی د رهبري شورا د نویو غړو په استازولي سټېج ته وغوښتل شو. نوموړي په خپلو خبرو کې د رهبري شورا په غړو تاکید وکړ چې د ټولنې د نورو غړو په پرتله باید د ټولنې په فعالیتونو کې فعاله ونډه واخلي او په غونډه کې حاضر وي.
ښاغلي حبیبي د ټولنې له نورو غړو څخه مننه وکړه چې په دوی یې اعتبار وکړ او په نوي رهبري شورا کې اکثریت نوي غړو ته د خدمت موقع ورکړه.
د غونډې وروستی ویناوال د ټولنې پخوانی رئیس مجید ژړاند و، چې د نوي رئیس په ټاکنه یې خوښي وښوده او د ټولنې نورو غړو څخه یې غوښتنه وکړه چې په ټولو چارو کې تر خپله وسه ورسره همکاري وکړي.
د نوموړي په وینا د ټولنې ټول غړي باید خپل مسوولیتونه په ښه شکل ترسره کړي او له نوي ټاکل شوي رئیس سره ګډ کار وکړي.
ښاغلي ژړاند د ټولنې له ټولو غړو څخه مننه وکړه چې د ده د ریاست په وخت کې ښه همکاري ورسره کړي او په ګډه یې فعالیتونه ورسره تعقیب کړي.
په غونډه کې حبیب الرحمن تاثیر، جمیل وقار، عالم خان احمدي او یو شمېر نورو خپل نظرونه شریک کړل.
غونډه مازیګر څلور نیمې بجې د عبدالباري حمیدي له لوري د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.