محمدابراهیم سپېڅلی، کندهار
په عمر سپين ږېرى و، ليکن فکر، طبيعت او راتلونکي ته ښې هيلي يې ځواني وي.
هيڅکله يې په کندهار کي يوه مشاعره او ادبي ناسته نه قضاء کوله.
که څه هم کور يې په ارغنداب ولسوالۍ کي و، ليکن په مشاعرو او ادبي ناستو کي به يې تر ناوخته پوري ونډه اخيسته.
ډېر خاکسار، انسانپال او کليوال پښتون و.
زه د ده له شعرونو سره ( دارغند دڅپو ژبه) ادبي تذکره ، کندهار مجله او طلوع افغان ورځپانه کي اشنا وم.
خو د ښو اخلاقو دغه انسان مي په ١٣٨٢ کال کي په لومړي ځل د کندهار د اطلاعاتو او کلتور په رياست کي وليدی.
له ليدولوسره سم يې داسي ښه ولسي کليوالي مجلس راسره کاوه، تابه ويل له ډېره وخته سره پېژنو.
اصلي نوم يې اختر محمد و، خو په شعرونو کي يې له ځانه سره د (دلسوخته ) تخلص يادوى.
په کال ١٣٢٥ لمريز د کندهارد ارغنداب په شاعرانه سيمه کي زېږېدلى و.
د عمر په شل کلنۍ کي يې د شعر ويلو ډګر ته مخه کړې وه.
اخترمحمد(دلسوخت) ليک او لوست نه وکړى، خپل شعرونه يې تر جوړولو وروسته په ريکارډر(ټیپ) کي ثبتول ،بيا به يې په کلي کي يو لوستى ځوان پېدا کوی او هغه به له ټيپ څخه دده ثبت سوي شعرونه د کاغذ مخ ته راايستل.
خداى بخښلى دلسوخته يو وخت د مرکي په ترڅ کي راته ويلي و، په زرګونه شعرونه لري، ليکن د يوچا له ښه کتلو وروسته به يې چاپوي.
د دلسوخته يوه بله ځانګړتيا داوه، چي په اکثره مشاعرو کي به يې شعرونه في البديهه د سټيج پر سر جوړول او په ځينو شعرونو کي به يي د طنز مالګه هم ګډه وه.
د مرحوم دلسوخته شاعري د ده په څېر کليوالي رنګ لري، همدا سبب و چي تر ډېره په کليوالو بانډارونو کي سيمه ييزو سندرغاړو له سيمه ييزي موسيقۍ سره یې په مینه مینه وايي.
هغه مهال(۱۳۸۲) چي زه د طلوع افغان ورځپاڼي د مرستيالۍ ترڅنګ د ياد اخبارد ادبي پاڼي چلوونکى هم وم، نو دلسوخته به راته خپل نوي شعرونه په اونۍ کي د چاپ لپاره يو ځل خامخا راوړل او ادبي پاڼه به يې له ځان سره کلي ته وړل، هلته به يې له لوستو ځوانانو غوښتل، چي په پاڼه کي خپاره سوي شعرونه او ادبي توکي ورته ولولي.
که په کومه مشاعره کي به يې نوبت وځنډېدى، نو هيڅکله به يې د ځینو تلواري شاعرانو په ډول خوا نه بدوله او پر خپل نوبت به يې په خندانه څېره شعرونه د سټیج پر سر په ځانګړي کلیوالي انداز ویل.
د کندهار د ټولو ليکوالانو او شاعرانو سره يې ښه راشه درشه درلوده او د مشاعرې هرګډونوال هڅه کول، د ده شعرونه د سټيج پر سر په يوه ځانګړي انداز واوري.
د ده شعرونو ته تل په مشاعرو کي د ګډونوالو لخوا ورته زياتي چکچکي کېدلې.
دلسوخته به ويل، زيات شعرونه يې په هيواد کي د روانو ناخوالو او جنګونو له امله له منځه تللي دي.
هغه وخت چي خداى بخښلى علامه رشاد بابا کندهار ته (کندهار د تاريخ په اوږدو کي ) سمينار ته تشریف راوړی ؤ، نو مرحوم دلسوخته به ډېره هڅه کوله، چي د علامه بابا څنګ ته نژدې کښېني او خپل شعرونه ورته ووايي.
علامه بابا به ځوانانو ته ويل: «هڅه وکړئ، د دلسوخته شعرونه په يوه ټولګه کي راټول کړئ» مګر تراوسه لا ددوی شعرونه په یوې مجموعي کي د چاپ انتظار کوي، خو په کال ( ۱۳۹۲) کي د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ادبياتو د څانګي يو محصل د اخترمحمد(دلسوخته ) د شعرونوپه اړه پر مونوګراف هم کار کاوه خو افسوس!!! چې اخترمحمد دلسوخته په همدغه کال د ورپېښي ناروغۍ له امله د۶۶ کالو په عمر خپل ابدي کورته سفر وکړ.
مرحوم دلسوخته به د ادبي ناستو ترڅنګ اکثره سیمه ییزي او نړیوالي راډيوګاني هم تعقيبولې او په يو کومه سيمه ييزه راډويو کي ، چي به یې کله ناکله د نه خپرېدو وړ څه اورېدلي و، خورا به يې زړه زهيرېدى او ماته به يې ویل « دامو راډیوګاني سولي، چي هرڅه يې زړه غواړي هغه خپروي.»
داهم د مرحوم اخترمحمد دلسوخته د ارواح خوښۍ په خاطر د دوی يوشعر له تاسې درنو لوستونکو سره هم شریکوم.
چي پر سر يې د غمونو باران وسي
هغه زړه، چي د پښتون وي تنګ به نه سي
خپل بادار ته به په هسک مغزي ولاړ وي
هر دښمن ته به خنجر د لړمانه سي
افغانانو سبا کړي ترخې ورځې
تېر تاريخ ته يې که په غور نظر وسي
هر جابر يې دى په يو وار پرې ايستلى
سل کلونه که تېرېږي، هېر به يې نه سي
د خپل دين او د وطن ازادي غواړي
هر افغان به شين زمرى، دخپل ځنګله سي.