تاند، دوشنبه، د ثور ۱۵مه: د ملي دفاع وزارت وايي، کمانډو ځواکونو یې په ننګرهار کې د داعش تروریستي ډلې د استخباراتو پاکستانی مسوول له یو بل ملګري سره نیولی دی.

دفاع وزارت تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې تېره شپه کمانډو ځواکونو عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې د داعش تروریستي ډلې د استخباراتو مسؤل معین اصغر چې مشهور په ظریف وو، له فرید الله سره یو ځای چې  په شاکر مشهور و نیول شوی دی.

خبرپاڼه وايي، دواړه نیول شوي داعشیان پاکستانیان دي او ورسره پاکستاني شناختي کارډونه، یو میل کلاشنکوف، پنځه مبایلونه، مهمات او نور اسناد هم نیول شوي دي.

تر دې وړاندې هم افغان ملي امنیت ځواکونو افغانستان لپاره د داعش خراسان پاکستانی والي او ۱۹ نور بهرني وګړي نیولي وو چې له آی ایس آی، حقاني شبکې، لشکر طیبې او نورو ترهګریزو سازمانونو سره یې په افغانستان کې د دغې ډلې اړیکې افشا کړې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *