تاند، شنبه، د جدي ۷مه: دفاع وزارت وايي، ځواکونو یې په غزني کې د طالبانو یو زندان مات کړی او د ۶ سرتېرو په ګډون یې ۸ زندانیان ترې راخوشې کړي دي.

وزارت تاند ته په استولې یوه خبرپاڼه کې ویلي، کمانډو ځواکونو تېره شپه یوولس بجې د قره باغ ولسوالۍ په موشکي کلي کې د طالبانو پر یو زندان عملیات کړي او له ماتولو وروسته یې ترې ۶ تنه سرتېري چې له طالبانو سره بندیان وو راخوشې کړي دي.

 خبرپاڼه وايي، په خوشې شویو کسانو کې ۲ د ملي اردو سرتېري، ۲ پولیس او ۲ ولسي پاڅونوال وو خو پاتې دوه یې عام خلک وو.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ځواکونو تر ټولو زیات د طالبانو زندانونه مات کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *