رحمت جمالزی

په افغان ټاکنو کې د شخړو له را ولاړېدو او نړیوالو لمسونو او لاسوهنو وروسته خلک دومره ستړي کړای شول، چې د هر ډول حکومت جوړېدو ته یې غاړه اېښې وه.

دغه وضعیت طبيعي بڼه نه درلوده چې هغه مهال د یوې ډلې د غوښتنو له منل کېدو سره به ناورین جوړ شوی وای، بلکې په لوی لاس داسې وېروونکې فضا رامنځته شوې وه، چې که داسې ونه شي بحران به جوړ شي او په دې ډراماتیک وضعیت اوسنی ولسمشر اشرف غني ښه پوهېده.

امریکا په افغانستان کې د خپلو هیلو د پوره کېدو او خپلو فرمایشونو پوره کېدو لپاره په لوی لاس داسې څو سري او ټکني حکومت ته لاره هواروله، چې له ضعف په استفادې سره یې دوی خپلو اهدافو ته ځانونه ورسوي.

په ۲۰۰۹ کال کې چې کله عبدالله عبدالله د حامد کرزي پر وړاندې سیالي کوله له ماتې سره هممهاله یې شور ځوږ جوړ کړ او امریکایي سناتور چې اوس د بهرنیو چارو وزیر دی جان کیري کرزي ته د ملي وحدت په نوم حکوت وړاندیز وکړ، خو کرزي رد او د امریکا دغه دسیسه ورسره شنډه شوه.

په ټاکنو کې د پراخو درغلیو ادعاوې، د موازي حکومت جوړولو ګواښونه، بحران جوړېدل دا ټول هغه څه وو، چې په ډراماتیک ډول د عبدالله عبدالله له لارې پلي شول.

خو بالاخره داسې یو حکومت رامنځته شو، چې رهبران یې پخواني هغه جهادي مشران او قومي ټیکه داران وو، چې د کرزي پرمهال د خلکو یوازېنۍ هیله د هغوی د ريښو وچېدل او له پښو غورځېدل و، ځکه په افغانستان کې د ځوانانو ۶۳ سلنې ته په کتلو خلکو د نوو رهبرانو او پاکو خلکو په تمه وو.

د جنبش ګوند عبدالرشید دوستم، کریم خلیلي، محمد محقق، جمعیت ګوند، عطامحمد نور او عبدالله عبدالله، کابل مېشتي حزبیان هغه کسان وو، چې د کرزي پر حکومت به د خلکو له خوا له نیوکې سره یو ځای یادېدل، چې کرزي مصلحتي حکوت جوړ کړی او پخواني ټوپکیان یې چاغ کړي، خو اشرف غني په رسمي ډول دغه خلک واک ته ورسول.

اوس داسې حکومت دی لکه څو سری موټر اشرف غني یې یوې خوا ځغلوي، عبدالله عبدالله بلې خوا دوستم پکې لګیا دی بلې خوا یې کش کوي، محقق تهران ته په رسمي سفر ځي له بیت المال خو افغان ولسمشر پرې خبر نه دی دې ته وایي څو سری حکومت.

نو داسې یو وضعیت پر ټولو چارو منفي سیوری غوړوي، وظیفوي ټکر رامنځته کیږي او حکومت اېتلافي بڼه خپلوي، واک د څو مشخصو کړیو ترمنځ وېشل کېږي او په ټولنه کې استعدادونه او ظرفیتونه له پامه غورځول کيږي او په داسې یو وضعیت کې هېڅکله د ښې حکومتوالۍ تمه نه شي کېدای.

نو د هېواد د لومړي کس په توګه د دغو ضعفونو او ناخوالو یوازېنۍ ګوته ولسمشر غني ته نیول کیږي، ولسمشره که اورې یا لولې ونه توانېدې!

خلکو ټاکنو او له ټاکنو وروسته جوړېدونکي حکومت ته پراخې هیلې لرلې او دایې په نېک پال سره د بدلون یو ستر فرصت بللی و، خو هغسې ونه شول او نه کيږي.

اوس چې کابینه معرفي کيږي ویل کیږي یو ځل بیا پکې هماغو جهادي لږکیو او ټېکه دارانو ته ځای ورکړل شوی، چې هم یې د جهاد په نوم، هم د عالم او هم قومي مخور په نوم خوري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *