مارکس او انګلز

  (communism)

که غریب غریب نه وای او شتمن شتمن نه وای، داسې وګڼه چې ارزښتناک شیان لکه ځمکې او فابریکې د هر چا دي. فکر وکړه چې هر چا کار کړی خو په بدل کې تادیه نشته، ولې؟ ځکه هر څه به په وړیا توګه وي. د دې حرکت یا بدلون اساسي قاعده کمونېزم دی.  

کمونېزم په لسو اساسي مادو ولاړ دی چې په لاندې ډول دي.  

  1. د شخصي ملکیت فسخ
  2. پر عایداتو باندې زیاته مالیه
  3. د میراثي حقوقو له منځه وړنه
  4. د ملکیت د حقوقو ضبط
  5. مرکزي بانک
  6. کمیونیکشن او ټرانسپورټیشن دولتي کیدل
  7. فابریکې او زراعت دولتي کیدل
  8. په کارګرانو باندې د دولت کنترول
  9. صنعتي فارمونه او منطقوي پلان جوړونه
  10. پر ښوونه باندې د دولت کنترول

کمونېزم څنګه رامنځ ته شو؟

د کمونېزم نظریه 1800S کاله مخکې مشهوره شوه. په هغه وخت کې لویې فابریکې پالل کیدې. ددې فابریکو کارکوونکو په ډېره کمه تنخاګانو )معاشونو(  باندې کار کوو. په عین وخت کې د فابریکو مالکان شتمن کیدل، چې  دغه کار د  ډېرو  خلکو غوسه را وپاروله. دوه جرمني عالمان کارل مارکس (Karl Marx) او فرید اېک انګلس (Friedrich Engels) د خلکو غبرګون ته سیاسي بڼه ورکړه.  په 1848 م کال کې لیکل شوی کتاب د کمونست اظهارنامه (The Communist Manifesto) کې ددې غورځنګ هدفونه څرګند کړي دي. مارکس او فرید اېک په دې نظر وو، چې په ټول تاریخ کې د مختلفو طبقو ) خلک ( جنګ ځپلي وو او هغه طبقه خلک چې زور یې لره د تجارت څښتنان وو او نورو خلکو د دوی لپاره کار کاوه. مارکس او فرید اېچ ټولې نړۍ ته دا وړاندې کړه، چې کارګر خلک د ټول تجارت مالکان دي، دوی فکر کوو چې  که چېرې کارګرو ته د قیمت حد وټاکل شي  ددې ضرورت شته، چې باید هر څوک ښه ژوند وکړي. مارکس په (Das Kapital)  کتاب کې دا موضوع په ټوله معنا تشریح ګړې ده.  

د کمونېزم خپریدل

دا مفکره مارکس او انګلس په اروپا کې خپره کړه.   په روسیه کې د ویلاد میر لینن(Vladimir Lenin) په نامه سړی داسې نظر درلود چې کارګر دې ته اړتیا لري، چې یوه ډله خلک سره راټول شي او د سیاسي اوښتون لپاره کار وکړي. ددې لپاره ده د بلشویک(Bolshevik)  په نامه ګوند جوړ کړ.   او وروسته د کمونست ګوند په نامه یاد شو. په منل شوي جګړه کې دغه انقلاب په 1917 م کال کې د روسیې امپراتوري ماته کړه. لیمني ګوند د حکومت وګي په لاس کې ونیول. په نیږدې وخت کې د ده کمونست حکومت د روسیې ځمکې، فابریکې، ګودامونه او تجارت خپل کړل او  کمونستانو د روسیې ګونډي هیوادونه هم ونیول.   دوی د نوي امپراتورۍ د شوروي اتحاد سوشیالیست جمهوریت نوم ورکړ یا لنډ مهاله شوروي اتحادیه.   د لیمنن له مرګ وروسته جوزېف سټالین (Joseph Stalin) د شوروي اتحاد مشر شو. هغه په ډېر ظلم او وخشت سره غوښتل چې شوروي اتحاد په کمونست هیواد کې جوړ کړي. سټالین خلک مړه، بندیان او په میلویونونو خلک یې وځپل. ده  داسې ملت رامنځ ته کړ چې د دولت لپاره یې کار کاوه. حکومت به د خلکو لپاره تصمیم په خپله نیوه.  

کمونېزم څنګه خپور شو؟

شوروي اتحاد دوهمه نړیواله جګړه وګټله او په 1945 م کال کې جګړه پای ته ورسیده. شوروي اتحاد ډیری اورپایي هیوادونه د خپل تسلط لاندې راوستل.  په عین وخت په چین کې کمونست رهبر ماو زیدونګ (Mao Zedong)  واک ته د راسیدو لپاره هلې ځلې تر سترګو کیدلې. په 1949 م کال کې یې خپل لوی نفوس لرونکی هیواد چین ونیو او تر ټولو لوی کمونست هیواد شو.  

کمونېزم ولې ناکام شو؟

ډېرو غیر کمونستي هیوادونو د کمونیزم خپریدو پر وړاندې په جنګ لاس پورې کړی و. دوی وېره درلوده او د کمونېزم خپردیدل یې غیر کمونستي هیوادونو ته لوی خطر ګاڼه.   د امریکا متحده ایالاتو ددغې جګړې رهبري کوله.   په داسې حال کې چې شوروي اتحاد په ټوله نړۍ کې د کمونستي حرکت کلک ملاتړی و.   دغه هلې ځلې په ساړه جګړه بدلې شوې، چې 40 کاله یې دوام وکړ. په 1980 م کال کې کمونېزم په ناکامیدو شو. د کمونیزم تر لاس لاندې شوروي اتحاد خپلو خلکو ته هیڅ کوم ښه په ګوته نه کړل. ختیځ اورپایي هیوادونو د شوروي اتحاد څخه د راوتلو په لټه کې شول. په 1991 م کال شوروي اتحاد خپل  پنځلس هیوادونه بېل کړل،  چې دغه هیوادونه نن ورځ کمونست حکومت نه لري.  په چین کې اوس هم کمونست ګوند په واک کې دی؛ بلکې چین خپله اجازه ورکړې چې شخصي تجارت وده وکړي.  نن ورځ نور کمونستي هیوادونه لکه کیوبا، وېتنام، لوس، او شمالي کوریا او په نړۍ وال یون کې د کمونېزم غوښتنې په کمیدو دي.

3 thoughts on “کمونیزم/ ژباړن: عبدالله ریحان ”
  1. ښاغلی ژباړن! ستاسو ژباړل شوی مطلب ولوستل شو. خو په خواشینۍ سره باید وویل شي چې ستاسو ژباړنه د داسې یوه مهم مطلب په اړوند ډېره کمزورې ده. په ژباړنه کې ډېرې املایي او انشایي تېروتنې لیدل کېږي چې ښایي پکې نه وای. له تاسو څخه په درناوي سره هیله کېږي چې خپله لیکنه تر تمامېدو وروسته په ځیر سره ولولئ او نیمګړتیاوې یې سمې کړئ. د یاګانو کارول ډېر اهمیت لري. نورو ګرامري اساساتو ته هم سمه پاملرنه وکړئ. لیکنه چې سمه نه وي، لوستونکي یې چندان نه خوښوي. په درناوي

  2. یاره که زه څه پکښی ووایم چی ټاپه را باندی ونه وهل شی! دامی پدی توسن وویل چی دغه مضمون په پوهنتون کی د۱۳۵۷-۱۳۶۱ زموږ د درسی پروګرام برخه وه او ما پکښي ۱۰۰ نمری هم ګټلی وی تاسی داسی ونه انګیرۍ
    چی د شوق پخاطر! نه د اول نمره ګۍ لپاره می زده کوله.اوس به راشواصلی خبری ته او هغه دا چی د کمونیزم دفلسفی اصل یا زړۍ ماتیریالیزم دیالکتیک چوړوی چی تاسو دلته هډو اشاره نده ورته کړی . دیالکتیکی ماتیریالیزم هم خپل بنسټونه (بناوی ) لری او د هغی په بنا خپل نړۍ لید وړاندی کوی . ددی اصل په نظر کی نیولو سره چی فلسفی د ژوند کولولاره لیکه (سټایل) وړاندی لکه دینونه او مذهبونه!، کمونیزم هم فلسفه وه او خپل نړی لید یی درلود ، نړۍ اوپه ټولیزه توګه ژوند یی د خپلوقوانینو او بناوو له کړکۍ لیدلو: د بیلګی په ډول زردشتی دین،هندویزم دین او د اسلام دین هر یوخپلی بناوی لری چی د هغوله مخی د ژوند کولولاره لیکه ټاکی ،زردشتی دین دری اصله یا بناوی لری چی عبارت دی له :ښه وینا کول،ښه سوچ کول او ښه کړنه ، همداسی د هندو مذهب پنځه اصله یا بنسټونه لری چی (پانچ شیلا) یی بولی او اسلام هم پنځه بناوی لری چی مسلمانان ورباندی خبردی ، چی د اسلام دین ژوند اوکاینات یوه خالق (جوړونکی ) ته نسبت ) ورکوی مګر کمونیزم بیا ژوند مادی ګڼی او بیا کمونیزم دیالکتیک د مادی لپاره بیل تعریف لری چی د آسمانی (الهی) دینونو او ساینس څخه بیل دۍ. کمونیزم دیالکتیک وایی : ماده ! هغه شۍ چی د ذهن څخه د باندی وی او په ذهن اغیز ولری ماده ده ، او بیا ماده په دوه ډوله ده : شۍ (چی فزیکی وجود لری )او میدان (ساحه چی فزیکی وجودونلری لکه مقناطیسی،جاذبوی، رادیو اکتیو…..نور) دی حال دا چی فزیک د مادی لپاره ځانګړۍ تعریف او پیژندنه لری ،په لنډو کی یی که را ونغاړو د کمونیزم بنسټونه عبارت دی له : ماده ا ومعنی (مانا) ۲-شکل اومضمون پدی هکله وایی چی شکل ظاهری دۍ او مضمون باطن (غایه، موخه) ده، شکل دوی دندی مخته بیایی: لومړۍ د ځان ساتونکۍ (محافظه کار) دۍ اودوهم چل ورکوونکۍ.وایی کچیری په یوه پروګرام کی د شکل او مضمون ترمنځ واټن وی نو هغه پروګرام یا پلان ناکام دۍ لکه جمیعت او د نظارشورا چی شکل دیموکراتیک او غایه یی واک تر لاسه کول دی په پدرامی او ضیا مسعود په بڼه ۳-تضادونه ۲الف:- نه پخلا کیدونکی لکه ښکیلاکګر او استثمار کیدونکی، ظالم او مظلوم….نور ۲ ب:- پخلا کیدونکی لکه زوړاو نوۍ نسل،ښاری ژوند او کلیوالی ژوند،مډرن او وروسته پاتی ژوند. د ژوند په اړه یی اندونه هغه دی چی وایی ژوند مادی او پوپناه کیدونکۍ دۍ اوبیرته بعثت (ژوندی کیدل) نشته او خدای هم نشته او پدی اړه یی بیا یوه کیسۍ هم لرله چی (نعوذ بالله) خدای (ج) داسی ډبره جوړه کړیده چی پخپله یی هم نشی پورته کولۍ بناُ خدای (ج) ځواکمن او مطلق ندۍ او یوازی حرکت اوخوځښت مطلق دۍ! او هغه ډبره چی دوی ورته اشاره کوله هغه د خدای (ج) ذاتی نومان دی لکه احد واحد، حۍ،قیوم،قوی اذلی ، ابدی …. او پاته نور چی ټول نه نوی نومان جوړیږی.او د اداری جوړښتونو په اړه یی نظریه دغه چی: کارپه اندازه د وس یا طاقت او تنخوا په اندازه د اړتیا (ضرورت) یانی د داسی یوی ټولنی منځته راوړل چی په هغی کی انسانان پخپله دومره اهلیت ولری چی د خپل توان په اندازه کار وکړی مګرد مادی نعمتونو څخه یوازی د ضرورت په اندازه واخلی نه داچی ټول د ځان لپاره چورکړی ! یا هغه د ملایانو په خبره: میم زر ما ،ټول یی زما!. پدی هیله چی بله انګیرنه ونلرۍ زه همدا اوس هم په اوداسه ناست یم ،یوازی د مالوماتو لپاره می دا ولیکل ،درانه لیکوال ته می عاجزانه سپارښتنه دغه ده چی هر څه چی لیکی په اړه یی باید یی لږ تر لږه یو څه اړین مالومات را ټول کړی ځکه دغه ستا لاسوند دۍ لوستونکوته یی ورکوی اود لوستونکیو امانت دۍ نو امانت باید چی امانت وی.

  3. په بښني سره دغه ټاپۍ به پدی بڼه سمه مانا ورکړی:زردشتی دین دری اصله یا بناوی لری چی عبارت دی له :ښه
    .(وینا کول،ښه انګیرل ،او ښه کارونه کول (کړنه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *