د پګړیو په دوکانونو کې به بیا ګڼه ګوڼه وي، د دریشیو او جذابو نیکټایو اخیستونکي به هم زیات شوي وي، د کرایي موټرو دربس سورلۍ به هم بې شماره شي، د دېګ پخوونکو خلیفه ګانو به ښه ساعت تېروي، هره ورځ او هره شپه به د یوه کاندید په کور، دفتر او مېلمستون کې لکه د پاچا د زوی واده داسې مراسم وي.

زیاتو داړه مارو به لسګونه کسه ځان پسې کړي وي، پګړۍ به یې ورپه سرکړي وي د هغې او دغې سیمې، قوم، ژبې او شورا مشران، بانفوذه او د کار سړي به یې ګڼي، څو اضافي پګړۍ به یې کاندید او د هغه مرستیالانو ته راوړي وي، کاندید نه به ملاتړ اعلان کړي، له ځینو نه یې د کاندید پوره نوم هم هېروي.

بله ډله د روڼ اندو، مدني ټولنو، مبارزینو او نورو مجللو نومونو سره په همداسې شکل د یوه کاندید پر مرکز ورننوځي، دوی هم له غټو دعوو، وعدو او دروغو سره د کاندید پلوي اعلانوي.

په دې عجیب تعامل کې کاندید پیسې مصرفوي، دروغ وایي، وعدې ورکوي، کاندید ته ورغلي کسان یې خبرو ته چک چکې کوي، په ښو طعامونو نس مړوي، ډک جیبونه د نورو ډالیو په اخیستلو سره مخه ښه اخلي اود بل کاندید د لیدو په ارمان ترک مکان کوي.

کاندید د پیسو له مصرفولو سره خوښ وي، چې د څه غټو شملو او نیکټایانو خاوندان مې تر درباره راغلل، بیعت یې وکړ، ورغلي کسان به په دې خوښ وي چې کاندید یې تېرویستی او تش جیبونه یې ورکره ډک کړي.

د ټاکنیزو کمپاینونو بهیر له دې وجې په افغانستان کې پر ارزښتونو، خلکو، مسولیتونو او مجبوریتونو د ریشخند او سوداګرۍ یوه نوې موسمي بڼه ده.

دا موسم څو ځله مخکې هم راغلی، د څو ورځو لپاره پکې ځینو ته موسمي شخصیت سازي شوې، څوک د کاندید په حیث د ملي رهبرۍ او څوک یې د ملاتړ اعلانونکي په حیث د بانفوذه او مهم قومي مشرپه حیث منل شوی، خو چې موسم ختم شوی نه ملي رهبر پاتې نه با نفوذه قومي مشر او مدني مبارز.

دا موسم له ریشخند او سوداګرۍ نه پرته په نورو بڼو هم استعمالیدای شو لکه: د ملي لومړیتوبونو، هدفونو او ارزښتونو مشخصول، ورته پر یوه محور راټولیدل، کار او مبارزه کول، پر څو فکري لارو د ولس او خلکو انسجام او ګڼ نور ښه کارونه، خو دا ځکه ونه شول چې له دغه موسم څخه د مثبتې استفادې اراده له او له نه وه او متاسفانه په دې موسم کې هم نه معلومېږي.

د کاندید د طرحو، تګلارو، سابقې، شخصیت، استعداد او ظرفیت پر ځای دا مهمه ګڼل شوې، چې ورسره یو ځای کیدونکو کسانو ته دستي او په راتلونکي کې څه مادي او نور امتیازات تضمینوي.

کاندید هم د ولس د مستقیمې راخپلونې ظرفیت په ځان کې نه ویني، په زنځیري شکل د دوی پرسر له سوداګرو جریانونو سره تعامل کوي، د کمپاین له شماره وتې پیسې چې یې له هرې لارې پیدا کړې وي، خرابات کوي اوڅو ورځې د واک ګټلو هوس تسکینوي.

دا ریشخندونه دي، چې په افغانستان کې یې سیاست، مبارزه او نور ضرورتونه بدنام کړي، زیانمن کړي او وطن یې د بلا خولې  ته ورکړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *