د خطاطۍ او ا نځور ګرۍ بازار پخوا ډېر تود ؤ، په کومه سیمه او یا هېواد کې چې به لوی او نامتو عالم و نو خامخا به یې د خطاطۍ هنر درلود.
پخوا به ټول کتابت او لیکوالي په لاس کېده، د کتابونو صحافت به په لاس تر سره کېده، او په هماغه لیکلې بڼه به تر لوستونکو رسېده، چې د یو کتاب د منځپانګې پرته به د خطاط خطاطۍ او لیکلو هم پر لوستونکي خورا ژوره اغېزه کوله، له ځينو لیکنو سره به انځورنه هم رسمېدل او د لوستونکو او کتونکو له تود هرکلي سره به مخ کېدل، خو د ټولنې د بدلون، د ساینس له پرمختګ او د ټکنالوژۍ په چټکې ودې سره کرار کرار د خطاطۍ او انځور ګرۍ میدان سوړ شو، کمپیوټرې ایجاد شوې او لیکل په کمپیوټري بڼه تر خلکو رسېدل، دا چې پخوا به د لوستو خلکو وړتیا په خط او لیک مالومېده، چا چې به ښه خطاطي کوله نو په دغه اندازه به یې لیاقت هم لرلو خو اوس کمپیوټر او ځينو نورو وسایلو، ماشین الاتو دا هرڅه له منځه یوړل، خطاطي له منځه لاړه او د انځور ګرۍ ډګر هم کرار کرار په سړېدو شو.
اوس هم په ځينو هېوادونو او ځينو ټولنو کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ هنر د پخوا پشان پاملرنه کیږي، ورکشاپونه او سمینارونه جوړیږي او کارکوونکي یې ستایل کیږي، خو زموږ په ټولنه کې که څه هم پخوا موږ نامتو عالمان درلودل، تکړه خطاطان او انځورګران مو لرل، چې ځينې بېلګې یې اوس موږ په لاس کې لرو، خطاطي به پخوا خلکو د یو علم په توګه پېژندله خو اوس. . .
له ملګرو سره مې د پښتو املا په اړه خبرې کولې، چې د ځینو لوستو خلکو، ان تر دې چې له پوهنتون څخه د فارغه شویو اشخاصو په املا کې غلطي ده، ددوی لیک څوک نشي لوستلی په دې اړه مو تود بحث شروع کړی و، په دې اړه ما خپلو ملګرو ته وویل: زه په قلم شپږ ډیزاینه د پښتو املا کښلی شم، یوه ملګري مې وویل” په درد نه خوري، ځکه اوس هر څه په کمپیوټر لیکل کیږي، په یوه لویه اداره کې د لاسلیک لپاره هم قلم نه پیدا کیږي”
دا حقیقت دی، خطاطي او انځور ګري اوس هم اهمیت او ارزښت لري خو موږ یې نه ورکوو، موږ د یو نوي سیستم په ایجادېدو له کتلوره تر پوهې او تجربې هرڅه له پامه غورځوو، د یوې مصنوعي ښکلا لپاره موږ با ارزښته شیان تر خاورو لاندې کوو چې، دا زموږ د ټولنې د لوستو خلکو ډېر بد عادت دی.
له نیکمرغه ځينې ژوندي اشخاص اوس هم زموږ په ټولنه کې شته چې خپله دغه هنر یې ژوندی ساتلی دی او د وخت له طوفانونو یې ژغورلی دی، د هېواد په ډېرو برخو اوس هم د خطاطۍ او انځورګرۍ کورسونه شته، په دې اړه ورکشاپونه جوړیږي او نندارتونونه پرانیستل کیږي، چې له دې جملې څخه په هلمند کې هم د خطاطۍ او انځور ګرۍ یو نندارتون پرانیستل شو چې ښکلي ښکلي انځورونه، پکې د نندارې لپاره وړاندې شوي ؤ، چې ځينو یې له ځان سره ژورې او له مانا ډکې کیسې لېږدولې.
دا نندارتون په لښكرگاه ښار كې د يو شمير خصوصي روزنيزو مركزونو لخوا پرانيستل شو چې د لښكرگاه ښار سلگونه اوسيدونكي يې نندارې ته راټول شوي وو.
ددې نندارتون مسؤلين وايي: چې له دې څخه یې موخه دا ده ترڅو د ښوونځيو ښوونكي او مدني ټولنې وهڅوي چې په ليكنواوانځورونو كې نيمګړتياوې له منځه يوسي.
ددې نندارتون مسؤل محمد طاهراكبري وايي چې په لښكرگاه كې د پوهنې مسؤلينو، د مدني ټولنو استازو او د بشري حقونو بنسټ تر دې مهاله په دې ولايت كې د انځورگرۍ او خطاطۍ په برخه كې هيڅ گام نه دى پورته كړى او دوى ځكه ددې نندارتون په پرانيستلو لاس پورې كړ ترڅو اړوندې ادارې فرهنگي برخو ته هم په پوره توگه خپل پام واړوي.
زموږ په لویو ښارونو کې اوس هم ډېری لوحې چې کمپیوټري دي، د لویو لویو غلطیانو شاهدي ورکوي، د کمپوټري لوحو بله لویه نیمګړتیا دا ده چې د پښتو یاګانو ته هیڅ پاملرنه پکې نه ده شوې، چې ځينې مفردې کلمې یې پر جمع او جمع یې په مفردو اړولي دي، زموږ د یو ښوونکي خبره “ ځينو لوحو ته چې ګورم او یاګانې یې ناسمې وي په سر مې درد راځي”
ريښتیا خبره ده، د خطاطۍ د هنر په ژوندي کېدو او د انځورګرۍ په دودېدو به ډېری دغه غلطیانې له منځه لاړې شي، په لویو ښارونو کې به د هټيو پر سر لوحې اصلاح شي او د خلکو پام به هم خطاطۍ او انځور ګرۍ ته ورواوړوي.
له دې سره سره که بله هڅه دا هم وشي چې خطاطانو ته ځينې ورکشاپونه پرانیستل شي ترڅو د پښتو یاګانو او نورو برخو کې د اړتیا وړ مالومات ورکړل شي نو لا به دغه یون له پرمختګونو ډک شي او د ادبیاتو هر استاد دغه چارې ته خلاصه غېږه او ورین تندي هرکلی کوي.
په دې هېله چې ددې نندارتون په پرانیستل کېدو مو دغه ډګر نور هم تود شي او دغه هنر ته د پخوا پشان د خلکو پام ورواوړي.