یوه ورځ مې په یوه اورګان کې د یو کس نه پوښتنه وکړه: مشران چېرته دي؟ هغه وویل: د پوهې پر معیار مشران غواړې او که د عمر پر لحاظ، هغه چې سپین ږيري دي اویا لوړ لوړ القاب لري، دوی دعمر په لحاظ مشران دي او د علم په نظر کې نیولو سره دوی کشران دي.
د دې د خبرو په اوریدلو په دې پوه شوم، چې د پوهې لپاره معیار پالنه او معیار ټاکنه د عمرپورې اړه نه لري، بلکې د پوهې پورې اړه لري.
د الله تعالی څخه غواړم، چې زموږ په ملک کې هم د پوهې لپاره یو ښه معیار وټاکل شي.
کمیت اوکیفیت
د کمیت لپاره کیفیت ضروري دی، خو د کمیت نه کیفیت ډېر مهم دی.
یو عالم وایي: (د اکثریت او اقلیت تعریفونه نوي شوي دي، نور نو سرونه نه شمېرل کېږي، ماغزه شمېرل کېږي!!!)
رښتیا چې ډېر خلک مو ملک کې ژوند کوي، خو د کار خلک پکې په شمار دي.
د کمیت په لحاظ هر څه لرو، خوکیفیت مو له لاسه ورکړی دی.
که چېرې د یو باغ ونې په نظر کې ونیسو، یو باغبان لري، ځینې ونې میوه دارې او ځینې میوه دارې نه وي.
د باغبان لپاره ښې ونې میوه دارې دي، چې له میوو یې هر ډول ګټه اخلي.
میوه دارې ونې د یو پوه او عالم انسان په ډول خپل ټولنې او مالک ته خدمت کوي او ګټه ورته رسوي.
پوه او ناپوه، بینا او ړوند یو له بله توپیر لري، دغه ډول میوه دارې ونې له بې میوه دارو ونو سره فرق کوي.
ډېر غرونه لرو، خو د بدخشان هغه غرونه چې بېروج، زمرود، طلا او داسې نور قیمتي کاڼي لري، د هغو غرونو سره فرق کوي، چې هیڅ نه لري.
ځینې کسان شپه او ورځ هڅه کوي، چې په دشتو کې د څرخ په نامه مرغان ونیسي، دا مرغان ډېره لوړه بیه لري .
طوطي، کنري یا داسې نورې مرغۍ چې ښکلي ښکلي اوازونه لري، خلک یي په لوړ قیمت اخلي.
هر مرغه څرخ، طوطي او کنري نشي کیدای.
ډیر په زړه پوری او با ارزښته لیکنه ده
رحمان بابا وای
د مکی په بزرګی کی هیځ شک نسته ===ولی خر به حاجی نشی په تواف
په درناوی