تاند- د انتخاباتو د خپلواک کمیسون او د انتخاباتي شکایتونو د اورېدو کمیسون مشرانو وویل چې په یو شمېر ولایتونو کې دولتي چارواکي د خپلې خوښې کاندیدانو په ګټه له دولتي وسایلو کار اخلي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون رييس یوسف نورستاني او د انتخاباتي شکایتونو د کمیسون ريیس عبدالستار سعادت نن د ولسمشر کرزي په مشرۍ د وزیرانو شورا په غونډه کې د انتخاباتو د تیاریو لپاره د خپلو راپورونو د وړاندې کولو په مهال وویل:«له بده مرغه په ځینو مواردو کې د دولت د جګپوړو چارواکو له لوري د ځینو کاندیدانو په ګټه مداخلې کېږي.»

دوی همداراز وویل:«داسي موارد شته چې سیمه ییز چارواکي د خپلې خوښې کاندید ته اسانتیاوې برابروي او دا په داسي حال کې ده چې نور کاندیدان له دا ډول سهولتونو بې برخې پاتې کېږي.»

د انتخاباتي کمیسونونو مشرانو د دې دوو ستونزو د ژر تر ژره مخنیوي غوښتنه وکړه.

ولسمشر د هیڅ کاندید ملاتړ نه کوي

Karzaiد انتخاباتو د دوو کمیسونونو له مشرانو سره په کتنه کې ولسمشر کرزي له هغوی وغوښتل د هغه دولتي چارواکي په اړه، چې له دولتي امکاناتو څخه د خپلې خوښې کاندید لپاره استفاده کوي، جمهوري ریاست ته وروپېژني.

په غونډه کې ولسمشر کرزي د انتخاباتو له دواړو کمیسونونو وغوښتل چې شفاف، له درغلیو او د دولتي چارواکو له لاسوهنې پاک انتخابات وکړي.

ده همداراز وویل چې هر څوک، که هغه دولتي او غیردولتي وي او د انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې د ولسمشر د استازي په نوم ناوړه استفاده کوي، د ولسمشر استازی نه دی او باید مسوولو مراجعو ته معرفي شي.

ولسمشر تاکید کړی چې هیڅ دولتي چارواکی او مامور په انتخاباتي کمپاینونو کې له دولتي امکاناتو څخه د استفادې، فشار، او مداخلې حق نه لري.

ولسمشر کرزي د انتخاباتو خپلواک کمیسون او د انتخاباتي شکایتونو کیسون ته دنده وسپارله چې له دولتي امکاناتو څخه د استفادې او د دولتي چارواکو د لاسوهنې موارد په مستند ډول ثبت او ولسمشر ته یې په اړه راپور ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *