تاند- له ډېر پخوا راهیسي ویل کېدل چې د ټایپ کولو له ضرورته به انسانان خلاص شي او کمپیوټر به هر هغه څه چې تاسي ورته وایاست لیکي.

اوس دغسي شوي دي. که انترنیټ او مایکروفون لرئ، کروم (Chrom) براوزر پکې نصب یا انسټال کړئ. له دې وروسته دا کارونه وکړئ:

۱- په ګوګل کې (Googledoc) ته لاړ شئ.

 ۲- (New) کلیک کړئ، او یوه نوې پاڼه پرانیزئ.

۳- د (tools) مینو ته لاړ شئ او (voice typing) کلیک کړئ.

2۴- اوس به د ږغ ایکن کیڼې خوا ته وینئ. د دغه ایکن پاس یوه کوچنۍ پټۍ شته چې که کلیک یې کړئ هره ژبه چې غواړئ پرې خبرې وکړئ، انتخابولی شئ.

۵- د مایکروفون ایکن کلیک کړئ او خبرې پیل کړئ، خو پام مو وي چې یو ارام او له شوره لېري ځای خبرې وکړئ او الفاظ واضح او سم تلفظ کړئ؛ لکه چې ښوونکی شاګردانو ته املا وايي.

۶- دا وخت به ووینئ چې کمپیوټر ستاسو خبرې ټایپوي. له ټایپ کېدو وروسته لیکل شوی متن کاپي کولی شئ.

حاضر دمه د ځینو کلمو په پېژندلو کې پروګرام پاتې راځي خو که هر څومره ورڅخه زیات کار واخیستل شي، ممکن دا پروګرام نور هم بریالی شي.

One thought on “کمیوټر مو خبرې په خپله ټایپوي”
  1. سلامونه :
    ډیره زیاته مننه د لارښوونو څخه خو یو مشکل هغه دادی چی پښتو پکی نه شته دی که ددی په اړه مو څه وویل مهربانی به مو وی په درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *