تاند، شنبه، د قوس ۱۶مه: د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ ګواښ کړی که د ټاکنیزو ډلو لخوا د رایو د بیا شمېرنې مخنیوی دوام پیدا کړي، دوی به د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

 مېرمن نورستانۍ ویلي، ټاکنیزې ډلې باید په پاتې اووه ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې اجازه ورکړي: (( موږ مجبور یوو چې بیا کېنو او یوه پرېکړه وکړو او هرڅه له افغان ملت سره شریک کړو، موږ په د دې وضعیت په دوام د پایلو اعلان ته مجبورېږو.))

 دا په داسې حال کې ده چې د عبدالله عبدالله پلویانو په ۷ ولایتونو کې د ټاکنو دفترونه تړلي دي او د کمېسیون کارمندانو ته د رایو د بیا شمېرنې اجازه نه ورکوي، چې په اړه یې د ټاکنو د دارالانشاء مشر

حبیب الرحمن ننګ د شکایتونو له کمېسیون څخه مرسته غوښتې ده.

ښاغلی ننګ وايي: (( موږ د شکایتونو له کمېسیون غواړو چې په دې برخه کې له موږ سره د قانون مطابق مرسته وکړي، تر څو په اووه ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې پروسه پيل کړو.))

 دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو یو نوماند رحمت الله نبیل په خپل وروستي خبري کنفرانس کې د مصالحې حکومت غوښتی او ګلبدین حکمتیار بیا د مؤقت حکومت د تشکیل غوښتنه کړې چې سوله او ټآکنې دواړه په سم شکل ترسره کړي.

One thought on “کمېسیون، ټاکنیزو ډلو ته: که د رایو د شمېرنې اجازه نه راکوئ، موږ لومړنۍ پایلې اعلانوو”
  1. کله چې یو چاته مسولیت راجع کیږي ، هغه صلاحیت هم لري چې خپله د قوانینو په رڼا کې تصمیم ونیسي.
    افغانانو په ټولټاکنو کې په پوره مېړانې سره برخه واخیسته او د اتلسو کاندیدانو له جملې نه دوی د آراوو په اکثریت سره یو نفر خپل ولسمشر ټاکي.
    هغوي چې رایې یې کمي دي ، په هېڅ صورت سره د نورو افغانانو حقوق تر پښو نشي لاندې کولی.
    وایی که شپه تیاره ده مڼې په شمار دي.
    افغانستان 34 ولایتونه لري د تعداد او نفوس په اساس له پاتې 7 ولایتونو په اکثریت کې راځي. که کومه ډله د خپلې ناکامۍ پړه په یوه او بل نوم سره په کمیسیون او یا مخالفې ډلې اچوي ، هغه جدا موضوع ده اما دوی د ولس رایې یرغمل کولی نشي .
    د یو دو ډلو لجاجت او سپین سترګي د ټول ملت سرنوشت ته تاوان رسوي . د دوی دا عمل له ټولو قوانینو سرغړونه او بغاوت حسابیږي چې ولس باید د دوی پرځای کښېنولو لپاره آماده اوسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *