د ټاکنو کمېسیون وايي، له۳۴ ولایتونو څخه له ټاکنو وروسته د حساسو توکو، بایومتریک دستګاو، محافظتي کڅوړو راټولونه او مرکزي دفتر ته یې د انتقال بهیر بشپړ کړ.
د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي تاند ته وویل، له ټولو ولایتونو څخه حساس توکي بیرته ور رسول شوي دي: (( دا ټول مواد بایومتریک وسایل، محافظتي کڅوړې او صندوقونه به د کورنیو او نړیوالو ناظرینو په وړاندې پرانیستل کېږي او د پروسس لپاره به د معلوماتو د ثبت ملي بانک ته استول کېږي.))
د یادونې ده چې تېره ورځ د ټاکنو کمېسیون ویلي وو په کابل کې یې د بایومتریک اووه دستګاوې ورکې شوې دي.
د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان نېټه د میزان ۲۸مه او نهايي نېټه یې د عقرب ۱۶مه اعلان شوې ده.