تاند، دوشنبه، د میزان ۲۹مه: د ټاکنو کمېسیون او د کورنیو چارو وزارت د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې د ډلې هغه ادعاوې او تورونه رد کړل چې وايي، افغان پولیسو د شپې له مخې د ټاکنو کمېسیون د اطلاعاتي ډیجیټلي مرکز یا بانک د قفل د ماتولو هڅه کړې ده.
کمېسیون نن په دې اړه وروسته له هغې اعلامیه کې دا اوازې رد کړې چې ډاکټر عبدالله د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء د رئیس د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه او تور یې ولګاوه چې پولیسو د ډیجیټلي مرکز د ماتولو هڅه کړې.
کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ناظرین د دوی ټول کارونه څاري او هیڅ شی له ناظرانو څخه پټ نه ترسره کېږي.
د ټاکنو کمېسیون په خبرپاڼه کې لیکلي، هر چا چې د نتایجو د جمعبندۍ او ډیجیټلي مرکز د مهرو لاک د ماتېدلو ادعا کړې، دا اوازه یې بې بنسټه ده: (( د خلکو د اطمینان لپاره باید ووایو چې د قرنطین شویو دستګاو د ارزونې د مرکز قفل او مهر و لاک د ناظرینو د سترګو په وړاندې ترسره کېږي او د هر نوماند ځانګړي اکاونټ کې د ارزونې ټول معلومات او پرمختګونه د مشاهدې وړ دي.))
کمېسیون له ټولو نوماندانو غوښتي چې ددوی په زحمتونو پورې ملنډې ونه وهي او د خواریو درناوی یې وکړي.
کمېسیون یو وار بیا پر ټولو لوریو غږ کړی چې د ټاکنو تر پایلو دې حوصله وساتي، خو دا په داسې حال کې ده چې سیاسي اوضاع ته په پام د ثبات او همپالنې ډله وارخطا ښکاري.
همدا راز د کورنیو چارو وزارت هم د عبدالله د ټیم هغه اوازه رد کړې ده چې ګواکې پولیسو په توره شپه پر دیجیټلي مرکز برید کړی او د مرکز د قلفونو د ماتولو هڅه یې کړې ده.
ګلمرجان ئې نه مني