تاند، سه شنبه، د میزان ۹مه: د ټاکنو کمېسیون اعلان کړه چې سږنیو ولسمشریزو ټاکنو کې له ۲ میلیونو او ۵۰۰ زرو څه زیاتو کسانو رایه کارولې او دا شمېرې شاید بدلون هم ومومي.

د ټاکنو کمېسیون نن مازیګر په یوه خبري غونډه کې وویل، سږ کال په ۴۳۸۴ مرکزونو کې دوه میلیونه، ۵۶۹ زره او ۵۴۵ کسانو رایه کارولې ده، خو د ۳۷۲ مرکزونو رایې لا پاتې دي.

د کمېسیون غړی سید عصمت الله مل وايي ، تر ټولو زیاتې رایې په کابل، ننګرهار، کندهار، هرات، بغلان، پکتیا، دایکندي او خوست کې کارول شوې دي، خو تر ټولو کمه رایه په ارزګان ولایت کې صندوقونو ته لوېدلې ده: ((په کابل کې ۴۵۸ زره او ۵۴۹ کسانو رایې ورکړې دي خو په ارزګان کې بیا ۵۸۵۶ رایې کارول شوې دي.))

د کمېسیون بل غړی مولانا عبدالله بیا وايي، په ټول افغانستان کې د رایو د پرانیستو مرکزونو شمېر ۴۶۶۹ و، چې په ۴۴۶۶ مرکزونو کې رایې کارول شوې دي او په ۲۸۵ مرکزونو کې هیڅ رایه نه ده غورځېدلې: (( موږ ته یوازې بایومتریک شوې رایې معتبرې دي، باقي نورې رایې نه شمېرو او له پاکو رایو به یې جلا کړو.))

دا په داسې حال کې ده چې د مشرانو جرګې رئیس بیا ویلي، بې بایومتریکه رایې به د ټآکنو د کمېسیون په پلار هم وشمېري.

خو د ټاکنو د کمېسیون غړی مولانا عبدالله یې بیا په غبرګون ویلي، دی فکر نه کوي چې یو مسوول انسان دا ډول خبره وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *