تاند، جمعه، د اسد ۱۸ مه: د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره یې ۱۹ زره نوې بایومتریک دستګاوې ترلاسه کړې دي او د ټاکنو نېټه د میزان له ۶مې څخه په هیڅ ډول نه بدلوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء رئیس حبیب الرحمن ننګ وايي، د میزان شپږمه دوی ته د ټاکنو برخه کې سره کرښه ده او بشپړ چمتووالی یې ورته نیولی دی.
نوموړی وايي، د رایه ورکوونکو لیست په الکټرونیک او چاپې ډول چمتو شوی چې دې سره به د ۹۰ سلنه سیستماتیکې درغلۍ مخه ونیول شي.
نوموړی دغه راز وايي، د ا حصائیې ملي ادار ېورته ۱۹ زره بایومتریک دستګاوې هم اخیستې دي چې د ټاکنو په ورځ به استفاده ترې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې خبر ورکړی و چې د سولې د تړون د رانږدې کېدو له امله خپل ټاکنیز کمپاین ځنډوي او تر ټاکنو هیڅ فعالیت نه کوي.