تاند، سه شنبه، د میزان ۳۰مه: د ټاکنو کمېسیون وايي، یوازې یې د ډیجیټلي مرکز دروازه خلاصه شوې او دننه بندو شویو بایومتریک دستګاو ته هیڅ ضرر نه دی رسېدلی.

د ټاکنو کمېسیون غړي اورنګزېب نن سه شنبه په یو خبري کنفرانس کې وویل، دوه پولیسو دوه شپې وړاندې د نهو او اته نیمو بجو تر منځ د هوا د یخوالي له کبله د د ډیجیټلي مرکز دروازه پرانیستې ده او د معلوماتو مرکز ته هیڅ کس نه دی ورننوتی.

نوموړی وايي، د ټاکنو د لومړنیو پایلو د ځنډ وجه دا ده چې یو شمېر څارونکي د کمېسیون په کار کې مداخله کوي: (( د ډیجیټلي مرکز قفل نه دی مات شوی بلکې دهلېز ته یې په تېروتنې سره دوه پولیس ور ننوتي دي تر څو له یخنۍ ځان وژغوري، اما دا کار باید د کورنیو چارو وزارت کړی وای چې خپلو پولیسو ته د تودېدو وسایل ورکړي.))

په دې خبري کنفرانس کې د ټاکنو کمېسیون رئیسې هم وویل چې خپلو خلکو ته د ډیجیټلي مرکز د قلفونو د نه ماتېدو ډاډ ورکوي.

هغه وايي، د ټاکنو لومړنۍ پایلې د درملوک په سرور کې د ستونزې له کبله نه دي اعلان شوي، خو په وینا یې که نن هم کار وشي ټول معلومات سرور ته انتقالېږي: (( د نوماندانو ځینې څارونکي مداخله کوي او زموږ د پایلو د اعلان مخه یې نیولې ده.))

دا په داسې حال کې ده چې د عبدالله ټاکنیزې ډلې ادعا کړې چې د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا کارکوونکي د شپې له تیارې څخه په ګټه اخیستنه ډیجیتلي مرکز ته ننوتي او قفلونه یې مات کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *