زه حیرانه یم چې زموږ دې ښوونکو ولې داسې یو کار وکړ، ځکه د یوه ښوونکي او مامور څه توپېر دی؟ یو ښوونکی له یوه مامور څخه څه لوړوالی لري؟ یو ښوونکی له یوه سرتېري چې هغه ۲۴ ساعته د هېواد ستانه کوي او هره شېبه د هېواد د دښمنانو لخوا وژل کېږي څه برتري لري؟
یو مامور سهار اووه بجې ځي له دې خطر سره چې یو ښوونکی یې هم لري چې نن او یا سبا به د ځانمرګي قربانېږم دا ډار او خطر یې هره ورځ په فکر کې وي خو بیا هم هغه له دې خطر سره سره روان یې او د سهار له اوو بجو نه د مازدېګر تر څلورو بجو پورې کار کوي.
او یو ښوونکی سهار ۶ او یا هم ۷بجې ښوونځي ته ځي. که هغه ډېر درس ورکړي، یعنې حد اکثر یې تر غرمې پورې او حداقل خو یې ۳، ۴ساعته وي یعنې نیمه ورځ، او نیمه نوره ورځ د ښوونکو سره ده. چې په دې نیمه ورځ کې یو ښوونکی هر څه که وغواړي کولای شي. ستړیا یې له منځه ځي، کوم بل آزاد کار کولای شي، او هم د خپل کور ورځنۍ چارو ته په سمه توګه لاس رسی کولای شي. خو یو مامور او یو سرتېری له دې نیمه ورځ او له دې دومره اضافي وخت څخه محروم دي. یو مامور خپلې ټولې ورځنۍ چارې د رخصتۍ ورځو ته پرېږدي. او یو سرتېری په میاشتو کې ایله یو ځل د خپل کور ورځینو چارو ته وزګار شي.
د یوه مامور معاش ( ۵، ۶، ۷، ۸) زرو افغانیو پورې رسېږي هغه ټوله ورځ په دفتر کې وي. او یو ښوونکی نیمه ورځ او یا له نیمې ورځې څخه هم کم وخت په ښوونځیو کې تېروي.
نو د دوی دواړو څه توپېر او یو له بله څه ځانګړنې لري؟
دا حق دوی ته چا ورکړی دی. چې اعتصاب وکړي، او د هېواد د ماشومانو له راتلونکي سره لوبې وکړي؟
یو مامور هم په کرایي کورونو کې ژوند کوي او هغه تنخوا چې اخلي ورته بسنه نه کوي، او د میاشت په آخر کې ښه په مړه ګېډه پور وړي کېږي.
نو آیا دا بېوزله مامور د دې هېواد بچی نه دی؟ آیا یو ښوونکی له یو مامور څخه زیاته برتري لري؟ چې نن یې په هېواد کې داسې بد حال جوړ کړی دی.
هان دا چې ما داسې ښوونځي لیدلي دي او ثبوت یې هم در کولای شم، چې په هغو کې هېڅ درس نشته ښوونکي راځي، چې صرف خپل وخت تېر کړي. زده کوونکي په ټولګي کې ناست وي، خو ښوونکی درک نه لري، ځکه ښوونکي له خپلو ملګرو سره په مېلو کې بوخت دي او وخت نه لري، چې دې ماشومانو ته چې په سره غرمه کې له لرو سیمو څخه د افغانستان په دې کړکېجن او خراب وخت کې چې له کوره راوځي نو د بیا نه لیدو امکان یې هم شته پلار او مور یې دا ټول خطرونه په ځان مني او یواځې یې د درس لپاره استوي. چې یو څه زده کړي خو هلته ورته همدا ښوونکي د درس ورکولو لپاره وخت نه لري او د هغو زحمت او راتګ خوشي او بېځایه لاړ شي. کله چې دا ماشومان کورو ته لاړ شي هلته ورته پلار مور خور ورور هر یو ورته بېل بېل یوه خبره تکراروي چې کورنۍ دنده دې ولې نه کوې؟ ما هم دا پوښتنې زیاتې کړي خو هغو راته ویل چې کورنۍ دنده نه لرو ځکه نن موږ یو ساعت هم درس نه ده لوستی ځکه ښوونکي ټولګي ته رانغلل ټولو یو له بل سره په خوراکې موادو مېلې کولې، دې خبرې ته به یې ما هم ځواب نه درلود چوپ به شوم چې خیر ته دې خپل درسونه وایه.
بل هغه سرتېرې چې د هېواد او خلکو ستانه کوي او زموږ لپاره خپل سر قربانوي او په میاشتو میاشتو له خپلو کورنیو او خېلخانو څخه لرې په سرحداتو کې پراته دي څه برتري لري؟
د یوه سرتېري تنخوا چې حد اکثر یې ۱۵۰۰۰ افغانۍ دی او حداقل خو یې بېخې کم دی شاید د یوه ښوونکي څخه هم کم وي.
یو سرتېری هم خپله په میاشتو کور کې نه وي، او بل کورنۍ بېوزله یې په کرایي کورونو کې د خپل زوی په فراق کې خپلې شپې سبا کوي. او له اندېښنو ډک ژوند تېروي، ځکه هره شېبه د دې امکان شته چې خدای مه کړه زوی به یې د هېواد د دښمنانو له لورې شهید شي او جنازه به یې ورته راوړي، سترګې یې دواړه په دروازه کې وي، او که د امبولانس غږ د خپل کور په شاوخوا کې واوري نو زه په ډاډ ویلای شم چې د هغه کور ټول غړي به داسې شي لکه مړې سا به یې ودرېږي زړونه به یې د پښو له پوندو وښوېږي.
نو آیا یو ښوونکی د یوه سرتېري نه زیاتې ښېګنې او ښه والۍ لري؟ آیا صرف یو ښوونکی په دې هېواد کې مظلوم پاتې شوی؟ چې حق یې ورته دولت نه دی ور کړی؟
که صرف یو ښوونکی په دې حال وای نو نن به موږ ټولو د ښوونکو ملاتړ کړای وای چې ولا دا خو لویه بې انصافي ده چې د ټولو معاشونو لوړېږي کورونه ورته ورکړل کېږي او یوازې ښوونکي پاتې دي خو په دې هېواد کې ټول همداسې ژوند کوي خو ټول چوپ دي خپل غږ نه اوچتوي ځکه د دې هېواد په حالت پوهېږي چې پکې څه حال دی. نن چې ته داسې ډالري معاشونه یادوې هغه په دولت پورې اړه نه لري ځکه هغه شخصي کارونه او دفترونه دي.
خویو ښوونکی په دې اړه فکر نه کوي چې یوه ورځ د ښوونځیو دروازې تړل دې هېواد ته څه زیان رسوي. زه حیرانه په دې یم چې ته څنګه ځانته یو ښوونکی وایې چې د دې هېواد د ماشومانو له ژوند او له راتلونکي سره لوبې کوې؟
اوس پوهه شوم چې د ښوونکي د دغې څېرې تر شا یوه داسې څېره هم شته چې ډېر ځانځاني او خودخواه ده چې صرف د ځان د ګتو ښېګنو او منافعو لپاره یې دې مظلوم ولس ته دومره لویه صدمه او زیان ورساوو.
که داسې وي ټول ملي اردو او د سرحدي پولیس به هم خپلې دندې پرېږدي او اعتصاب به کوي. ځکه دوی له یوې خوا په کرایي کورونو کې ژوند کوي او هم د میاشتې په آخر کې پور وړي کېږي او له بلېخوا ښوونکي نیمه ورځ کار کوي او یو مامور ټوله ورځ او ملي اردو او د سرحدي پولیس له خپلو کورونو څخه په میاشتو لرې شپې او ورځي په مورچل کې سبا کوي، نو که داسې وي لومړی حق د امنیتي ځواکونو دی ځکه هغوي د دغو ستونزو سربېره چې یو ښوونکی یې لري نورې ستونزې هم لري او هغه دا دي چې هره شېبه یې ژوند د سلګونو خطرونو سره مخ کېږي د دښمنانو لخوا هر وخت په شهادت رسېږي او دا امکان هم شته چې معیوب او اسیر شي او ټول ژوند داسې په بدبختۍ تېر کړي.
خو ای کاشکې موږ داسې زیات شمېر ښوونکي هم درلودای چې واقعا یې د دې هېواد بچیانو ته له زړه او په مینه درس وړکړای وای، خو هره ورځ زده کوونکي خپل بکسونه وړي او راوړي. استادان ښوونځي ته ځي، خو ټولګي ته نه ورځي. او یا هم په ښوونځیو کې د حاضري په نوم څه موجود نه وي، او ښوونکي هېڅ ښوونځیو ته نه ورځي. او دا هم لا پسې اورو چې زده کوونکي د ښوونکو لخوا وهل او ټکول کېږي حتی ښې بېلګي یې د څو ورځو وړاندې د هغه ګلالي ماشوم پر مخ کښل شوي کرښې وې چې درس یې زده نه و، او بله بېلګه یې هغه ښوونکی یادوم با وجود چې دعلومي دیني استاد و، خو بیا به یې هم په وړو وړو ماشومانو جنسي تېری کاو.همداسې نورې ډېري بېلګې شته.
دوی چې کومې ادعا کوي چې موږ زیات شمېر زده کوونکې روزلي دي، نو دوی دې په دې هم پوه شي چې د دوی د بڼ مېوې زموږ په کورونو کې دي چې دوی خپل بڼ ته څنګه اوبه ورکړي او څنګه یې ساتنه کړي او بل ډېری زده کوونکي چې په خپلو زده کړو کې بریالي دي د شخصي کورسو له برکته دي.
آیا یو ښوونکی داسې وي، تاسې دې ته هم د یوه ښوونکي په سترګه ګوری، چې یو ماشوم داسې توهین کړي. که تاسې ته د ولسمشر دا وعده په یاد وي خو دا هم د هغه ولسمشر وعده ده چې له ماشومانو سره ښه چلند وکړې وهل ټکول مه ور کوئ په مینه یې پوه کړئ.که تاسې ته صرف د ځان په ګټه مادې او وعدې په یاد دي.
زما په خیال زموږ په هېواد کې باید داسې سیالۍ د ښوونکو تر منځ پیل شي چې په پایله کې یې هغه ښوونکی چې زیار او زحمت باسي واقعا یې د دې هېواد په غمځپلو خلکو زړه خوږېږي، با مسوولیته او وختشناسه دي. له هغو نورو نه چې تش د بدنامۍ لکې دي توپیر وشي. رتبې یې لوړې، یوه نمره ځمکه اوهم دي امتیاز ورکړ شي. او له دې نورو چې تش زموږ او خپل وخت ضایع کوي. کورونه څه، کوم معاش چې اخلي هغه هم باید پرې ودرول شي، ځکه هغه ورته حرام دي. ځکه داسې معلمین زموږ د هېواد د بچیانو د ناوړې او له کړاوونو ډکې راتلونکي زېری دي. او له دندو لرې شي او پر ځای یې داسې ښوونکي په دندو وګمارل شي چې لومړی له هېواد سره مینه ولري بیا د خپلو ګټو او منافعو پسې وګرځي نه چې د خپلو اهدافو او ګټو لپاره د ښوونځیو دروازې وتړي څه چې ولسمشر له موږ سره وعده کړي وه، او تر اوسه موږ ته کورونه نه دي راکړ شوي.
ولسمشر خو نورې ډېري وعدې او قوانین هم وضع کړي تاسې کوم یو په ځان منلی او تطبیق کړی مو دی چې دا یوه پسې مو داسې ځانونه ستړي کړي دي.
هغه چا ته چې موږ له حده زیاته له خپل حیثیته زیاته مینه ورکړو، اعتبار او ارزښت ورکړو. نو هغه انسان به موږ ته په بدو واړي لکه زموږ ښوونکي څومره چې موږ ونازول څومره مو چې اعتبار پرې وکړ، واک مو ورکړ،چې زموږ د هېواد بچیان ښه وروزي موږ د سالمي راتلونکي لپاره ستاسو زحمت غواړو او د ښې راتلونکې لپاره سترګې په لاره یو خو درېغه…
هغه څه ته چې موږ سترګې په لاره و هغه ټولې هیلې او آرمانونه خو د خاورو لاندې شول پر دې سربېره د ښوونکي په هکله مې چې څومره درناوی او باور درلود هغه اعتبار او ارزښت چې مې ښوونکي ته ورکاو کم شو.
اوس به موږ په یوه ښوونکي څه حساب کړو؟ ځکه تر اوسه خو مو تل ستا نوم په خوله و، خو بس له دې به دې دغه زیان هم ورسره وي چې تا زموږ د هېواد بچیانو ته ورساوو.
ځکه اوس په تا باور کولای نه شم ځکه ته هم د نورو په څېر لومړی خپلې موخې غواړې پوره کړې بیا زموږ د غمځپلو او بېوزلو بچیانو تنکۍ موخې پوره او یا یې هم همداسې غوټۍ پرېږدې چې هېڅ ګل نه شي.

له قلم مو ځار شم. زه یو داسې ښوونکی پېژنم چې خپل زامن ورسره ښوونځي ته نه بوځي نه یې په کوم بل ښوونځي کې داخلوي ځکه چې د هغه په وینا په ښوونځي کې یې وخت او عمر ضایع کیږي.