نور محمد ثاقب

کنترول د مدیریتي دندو څخه یوه مهمه دنده ده، چې د پلان جوړونې سره ډيره نږدې او نه شلیدونکي اړیکه لري. معمولأ د ادارې ټول مدیران له روانو اجرأنو څخه د کنترول دنده پر غاړه لري خو لوړپوړي مدیران نسبت دکنترول کولو ډير مسولیت لري. نو مدیران باید کنترول داسې وسیله تعبیر نه کړي، چې ګواکې ناسمې پیدا کوي او بیا خلکو ته سزا ټاکي. ځکه چې کنترول ناسمې  پیدا کوي او د ټاکل شوي هدف پر لور اصلاحاتو ته پرمختګ ورکوي. کنترول کړنې لا وړاندې تحلیل شوي هدف پر لور رهنمایي کوي.

 کنترول د ناسمو کړنو د مخنیوي وسیله ده, نه د ناسمو کړنو له امله د خلکو پر ضد کړنِې دي. که په اداره کې له کړنو نه په دې نیت کنترول کیږي, چې کارکونکو ته دې سزا ورکړل  شي نو د کنترول منفي خیال بلل کیږي ځکه چې د کنترول موخه دا ده, چې د ناسمو مخنیوی وشی او اصلاحاتو ته پرمختګ ورکړل شي. کنترول په دې موخه نه دی, چې اداره کې د کارکوونکو نه ازادي واخیستل شي بلکې کنترول د کارکوونکو سره مرسته کوي ترڅو اغېزمنتوب او موثرتوب ته پرمختګ ورکړل شي.

د کنترول وسیلې نظارت، ارزیابي، سوپرویژن او تفتیش بلل شوي. د کنترول په ترڅ کې  واقعي فعالیتونه سنجول کیږي، واقعي فعالتونه پلان شوي فعالیتونو سره مقاسیه کیږي، د پلان شوي او واقعي فعالیتونو تر منځ خڼدونه څرګندیږي او خنډونه له منځه وړل کیږي او د یوې ادارې د لوړ پوړي مدیرانو دنده او مسولیت دی. کله چې کارکوونکي اجرأت له ټاکل شوي معیارونو برخلاف ترسره کوي نو پدې صورت کې اداري مسولینو(مدیرانو) ته په کار ده، چې د حل په  موخه د ناسمو اجرأتو لاملونه تشخیص کړي.

کله چې ټيټ پوړي کارکونکي خطاوې ولري نو لوړ پوړي يي د خطاوو د اصلاح مسولیت پر غاړه لري. د کنترول په اړه اداري پوه ډاکټر نیرو وېسيشت وايي، چې کنترول یوه منفي مدیریتي دنده نه ده. د کنترول مقصد دا دی چې فعالیتونو ته پرمختګ ورکړل شي او کارکونکي د هدف په ترلاسه کولو کې برلاسي شي. د مدیرانو له خوا چې کله د خطاوو لا ملونه تشخیص شي نو بیا یې د راتلونکي مخنیوي لپاره ځانګړي نوي معیارونه ټاکل کیږي.

نیټه: ۱۳۹۵/۸/۲۹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *