تاند، سه شنبه، د اسد ۸مه: د کندهار ځايي چارواکي وايي، په دې ولایت کې د ملي اردو یو سرتېري په خپل کلاشنکوف دوه امریکايي سرتېري وژلي دي.
د راپور په اساس پېښه د کندهار اتل قول اردو کې دننه شوې ده.
چارواکي وايي، له برید وروسته چې دوه امریکایان په کې ووژل شول، بریدګر د نورو امریکايي سرتېرو لخوا په ټپي حالت کې نیول شوی او نامعلوم ځای ته لېږدول شوی دی.
په همدې حال کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت یوه خبرپاڼه کې د دوه امریکايي سرتېرو وژل کېدا تایید کړې ده.
بلخوا د کندهار اتل قول اردو ویاند تورن محمد صادق عیسی هم پېښه تایید کړې خو د جزیاتو په اړه یې څه نه وايي.