تاند: د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې د واده پر موټر د طالبانو د ماین په چاودنه کې ۹ ملکیان مړه او ۲۱ نور ټپیان دي.

د کندهار والي حیات الله حیات پر خپل فیسبوک لیکلي چې پیښه نن دوشنبه ماسپښین دوه بجې د کندهار ـ خاکریز پر لاره په درزاب سیمه کې شوې ده.

د ښاغلي حیات په خبره د طالبانو د سړک د غاړې پر ماین یو مازدا موټر وربرابر شو چې په د ماشومانو لو ښځو په ګډون ۹ ملکیان شهیدان او ۲۱ نور ژوبل شول.

حیات الله حیات وایي، په موټر کې نږدې دیرش کسان سپاره وو چې ټپیان یې روغتون ته پر وخت رسول شوي دي.

خاکریز هغه ولسوالي ده چې طالبانو یې څه موده وړاندې پر خلکو لارې تړلې وې او هیڅ ډول خوراکي مواد یې هم نه ورپرېښودل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *