تاند، شنبه، د عقرب ۲۵مه: په داسې حال کې چې سږ کال په کندهار کې ۱۷۸ زره ټنه انار شوي دي، خو بڼوالان یې شکایت کوي چې وروستیو بارانونو یې د انارو حاصلات سخت زیانمن کړي او دوی ته یې په میلیونونه افغانیو تاوانونه اړولي دي.

د ارغنداب بڼوال وايي، د پاکستان له لوري پر افغاني انارو د تعرفې لوړېدو له کبله یې ونشوای کولای چې پر وخت خپل حاصلات راټول کړي مګر د پنجشنبې په ورځ سختو اورښتونو یې د انارو لویه اندازه حاصلات زیانمن او خوسا کړي دي.

د سوداګرو په وینا، هر باغ یې یې تر پنځه میلیونه کلدارو اخیستی و خو د انارو د مرضونو، د تعرفود لوړېدو او بارانونو له کبله یې سخت تاوانونه لیدلي دي.

په همدې حال کې د کندهار د کرنې او مالدارۍ رئيس حافظ سعیدي مني چې د دغه ولایت د انارو حاصلات سږ کال د ناروغیو او بارانونو له کبله په بې ساري ډول زیانمن شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په کندهار کې دا مهال په ۹ زره هکټاره ځمکه د انارو باغونه ولاړ دي، مګر د انارو د حاصلاتو خوندي کولو لپاره ځايي بڼوال حتی یوه سړه خونه نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *