د کندهار ښار په زړه کي شهیدانو څلي ته مخامخ ملي بانک او ددغه بانک څنګ ته څلور پوړیزه مارکیټ هم د دغه بانک د ملکیت په سبب د (ملي مارکیټ) په نامه یادیږي.
ملي مارکیټ په دې وروستۍ لسیزه کي جوړ سوی دی.
ددغه مارکېټ په لوړو پوړیو کي د کندهاري او کابلي سندرغاړو او نوازندګانو دفترونه دي.
یو څو کاله وړاندي، چي په هیواد کي د امریکایانو او د هغوی د ملګرو د شتون په سبب د پيسو باران(!) ؤ، نو په دغه مارکېټ کي د سندرغاړو پر دفترونو هم د موسیقۍ د مینه والو ګڼه ګوڼه ډېره وه.
اوس په دغه مارکېټ کي اکثرو سندرغاړو خپل دفترونه پرې ایښي یایې څو دفترونه لکه ايتلافي حکومت سره ګډ کړي او په یوه دفتر کي سره تخته سوي دي.
د ملي مارکېټ په درېیم پوړ کي یو کوچنی تاریک دفتر دی، چي (غلام رسول کوچک) او دده سره ملګري نوازندګان پکښي اوسي.
غلام رسول کوچک اصلا د کابل اوسیدونکی دی، خو له (۱۳۵۲) کال راهیسي په کندهار ښار کي ژوند کوي.
غلام رسول په لوی کندهار(زابل، روزګان، هلمند، کندهار) کي ځکه په (کوچک) پېژندل کیږي، چي اته یا نهه کلن به ؤ، چي کندهار ته راغلی او دلته يې پر جشنونواو اخترونو سربیره د معارف په کنسرتونو کي هم په نیمچه پښتو ژبه سندري ویلې او زیات مینه وال يې درلودل.
(ستا په یاري کي سوم بیماره، راسه راسه دلبره یاره)
یاداسندره : (ګل دی د ریدي ماله يې راوړه ، په تور اوربل کي به يې ایږدمه )
د نوموړي ډيري مشهوري سندري دي او تراوسه يې خلک په پیتو( کیسټونو) کي په مینه اوري.
غلام رسول کوچک د سندرو ویلو ترڅنګ پر هارمونیه ږغولو هم غښتلی دی.
تیره ورځ ددوی دفتر ته ورغلی وم، غلام رسول کوچک د شنو چایو ګیلاس خولې ته پورته کړ او تر ایښولو وروسته يې راته وویل،
(شوق جوړول او سندري ویل، د خلکو په اقتصاد او خوشحالۍ پوري تړلی دی، اوس چي خلک له اقتصادي ستونزو کړیږي، نو په کوم زړه به شوق جوړ کړی او په کوم زړه به خوشحالي وکړي؟)
نوموړی وايي ترمخه به په هفته کي څلور یا پنځه شپې خامخا په ودونو او ښادیو کي سندرو ویلو ته خبر ؤ، لیکن اوس په میاشت هم کوم محفل ته نه خبريږي ،ټوله ورځ له ځان سره د سندرو ویلو او هارمونیه ږغولو په تمرین بوخت وي.
دده په قول، دغسي حالت د کندهار د هنرمندانو لپاره یوه لویه اقتصادي ضربه ده او که حالت همداسي وي، نو اړ کیږي، چي د خپلي کورنۍ د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د هنر له کور څخه مخ واړوي.
دایوازي په کندهارکي میشت مشهورسندرغاړی غلام رسول کوچک نه دی، چي د اقتصادي ستونزو په ګرداب کي سرګردان یوې او بلي خواته سره څرخي، بلکي په کندهارکي د موسیقۍ د کور ټول خلک له روانو حالاتو څخه شکایت کوي.
د کندهار سندریز مکتب د پښتو سندریز له نورو مکتبونو سره ښکاره توپير لري، چي د موسیقۍ د ځینو استادانو په وینا که دا مکتب د هند د خاص اریايي مذهبي نیازونو ته ډېر ورته نه دی، خو څه ناڅه شباهت ورسره لري.
د کندهار سندریز مکتب بابولاله، خورښادي، د شین خالو نارې، د کیسو او نکلونو نارې، د هوتکو نارې، کاکړۍ غاړي، ځیني سروکي نړيوال شهرت لري، چي له نېکمرغه استاد فرخ افندي د هیواد دتکړه فولکلوریسټ محمد ګل نوري په مرسته نوټېشنونه هم ورته جوړ کړي دي.
نو په کار ده، چي له لویه سره د هیواد روان حالت او په ځانګړي ډول د کندهاري هنرمندانو اقتصادي ژوند ته پاملرنه زیاته سي، ترڅو د پښتو دغه لوی سندریزمکتب له اغیزو خلاص راتلونکو نسلونو ته پاته سي.
۰۴ – ۱۰ – ۲۰۱۵
دغه کالم د (سرخط ورځپاڼي ) په یوپنځوسمه ګڼه کي هم خپور سوی دی