خبرپاڼه

Kandahar cityنيټه١٣٩٢، ٠٤، ١٦

کندهار افغانستاند کندهار عالمان او متدين وايي چي د افغان دولت او مخالفينو تر منځ دي د سولي خبري په مکمله توګه افغاني سي .

نن د کندهار ولايت د علماو شورا د رياست د غونډو په تالار کي د همدې ولايت په سلګونه علما د سولي پروسې د افغاني کېدو په موخه سره راټول سوي ول .

په غونډه کي راټول سوعلماو د افغان دولت او وسلوالو مخالفينو تر منځ د سولي پر خبرو خوښي وښوده او په ګډ اواز سره يې وويل چي د سولي پروسه دي افغاني سي .

د علماوو شورا رئيس قاري بشيراحمد غونډي ته په خپله پرانستونکې وينا کي د سولي د پروسې د افغاني کېدو تر څنګ وويل چي د وسلوالو مخالفينو جنګ د افغانانو سره په افغانستان کي دى او بايد چي د سولي پروسې ته هم افغانان په افغانستان کي دوام ورکړي .

نوموړي زياته کړه چي الله پاک په سوله او اتحاد خوشحاله کيږي او بايد چي ټول افغانان او د دولت ضد وسلوال مخالفين د توپک پر ځای قلم او وينو تويولو پر ځای د افغانستان د پرمختګ او ابادۍ په اړه فکر وکړي .

قاري بشيراحمد دغه راز د وسلوالو طالبانو څخه وغوښتل چي نور جنګ ته د پای ټکی کښيږدي او د افغانانو سره په ګډه د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ لپاره هلي ځلي پيل کړي .

د علماو شورا رئيس قاري بشيراحمد تر څنګ نورو ديني عالمانو هم د يادي پروسې پر افغاني کيدو ټينګار وکړى او دوی د افغان دولت څخه وغوښتل چي په قطر کي د سولي دفتر د پرانستلو پر ځاى په افغانستان کي د وسلوالو مخالفينو سره د سولي دفتر پرانيزي او دسولي پروسې ته دي نور دلته دوام ورکړي .

په غونډه کي راټولو سوو علما کرامو همدارنګه د وسلوالو طالبانو د ورانکارو پيښو غندنه وکړه او زياته يې کړه چي نور دي د يو او بل په خبرو نه خطاوزي او د افغان دولت سره دي د سولي په پروسه کي ځان شامل کړي تر څو خپل راتلونکی ژوند په ارامۍ او د خپل فاميل سره ګډ تېر کړي او هم الله پاک خوشحاله او راضي کړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *