محمد ابراهیم سپېڅلی –
په کندهارکي د روان پڅ فرهنګی بهیر د پیاوړتیا ترڅنګ د اطلاعاتو کلتور او پوهني ریاست سره د همکارۍ په نوم اکثره سپین ږیرو او ځوان قلموالو د یوې ګډي فرهنګی هستې د جوړولو لومړۍ خښته کښېښوده.
د دغي فرهنګی هستي، افتخاري مشر د کابل پوهنتون مخکنی استاد، ژبپوه ډاکټر عبدالرازق پالوال او د دوی ترمشرتابه لاندي د کندهار پوهنتون مخکنی استاد حیات الله رفیقي، په کندهارپوهنتون کي د پاچاخان څېړنیز مرکز مشر څېړندوی انجنیرشیرشاه رشاد، لیکوال نجیب الله هوتکي، د کندهار پوهنتون د انسان پېژندني استاد محمد شعیب وحدت، په کندهار کي د نی دفتر مسؤل عبدالسمیع غیرتمل، کندهار کي د اثر اوونیزي مسؤل مدیرجانان مؤمن او واصل حسنیارد جرګګۍ غړي وټاکل سول.
په دغه غونډه کي پنځوس (۵۰) تنو کندهارمیشتو فرهنګیانو ونډه درلوده.
راټول سویو قلموالو په غوڅ اکثریت پردې خبره اتفاق وکړ، چي په کندهارکي د تیر فرهنګی او کلتوري برم د راژوندي کولو لپاره ترهرڅه لومړی د یودغسي هستې جوړېدوته، چي د کندهار اکثره مشران او ځوانان فرهنګیان پکښي راټول وي سخته اړتیا وه او ده.
په پیل کي د کابل پوهنتون مخکني استاد ډاکټر عبدالرازق پالوال، استاد فضل محمد پنهان، انجنیرشیرشاه رشاد او ځینو نورو ګډونوالو ژمنه وکړه، چي د یادي ګډي فرهنګی هستې په پاللو سره به د کندهار په فرهنګی اوضاع کي مثبت بدلون راولي او دا بدلون به یو واربیا په دغه ولایت کي سوړ کلتوري نغري تودوي.
ځوانو قلموالو په یو ږغ له استادانو مننه وکړه، چي ددغه نیک کار لپاره يې ګام پورته کړی، دوی يې ترشا ولاړ دي او د لارښوونو په رڼا کي به يې نه ستړې کیدونکي هلي ځلي کوي.
په دغه لومړۍ غونډه کي د کندهار د اطلاعاتو کلتور او پوهني ریاستونو پر روان حالت هم اندېښنه وښوول سوه او په راتلونکو غونډو کي له دواړو ریاستونو سره په جوړېدونکو همکارو جرګګیو کي د ونډي اخیستو لاسونه پورته کړل.
د غونډي برخه والو پردې خبره هم ټینګار کاوه، چي که اطلاعاتو کلتور ریاست ته نوی رييس ټاکل کیږي، نو له دوی سره سلا او مشوره ، ددغه ریاست کارونه د پرمختګ پر ډګر ښه ځلولای سي.
۲۲ – ۰۷ – ۲۰۱۵
خورا نیک ګام دی، دا ګام نه یوازې کندهاري فرهنګیانو ته ویاړ ګڼل کیږي، بلکې د ټولو پښتنو فرهنګیانو لپاره هم د ویاړ او ستاینې وړ دی. په دې ګام سره دغو فرهنګیانو ته لانورې پرمختیا او بریاوې غواړو
د کندهار ګرانو فرهنګيانو! د دغي نوي خښتي د ايښودلو مبارکي در ته وايم
د ډېره وخته دغه ډول يوه حرکت ته سترګي پر لار وم او دهغه کندهار چي د کانکور عمومي اول نومره او زياتره دوهم نومره به د دې سيمي څخه ول د بيا را پورته کولو په فکر کي وم . دغه دئ نن تاسي په دې کار پيل و کړ ډېر خوشاله يم . خپله هر اړخيزه همکاري ستاسي سره د دغه کار د پرمختګ په برخه کي نه سپموم. خدای مو ژوندي او بريالي لره!
زه به هڅي و کړم چي ستاسي دغه ږغ تر نورو پوري و رسوم .
يوازنیۍ ستونزه دا وه چي ما برايي ناوخته تاند پاڼه خلاصه کړه او دغه مضمون مي و لووست. دا چي ډېر ناوخته وو ليکنه مي سهار ته پرېښوده. اوس چي مي پاڼه خلاصه کړه دغه ليکنه ډېره لري تللې وه . او په ډېر زحمت مي پيدا کړه . تاند بايد دغسي مضامين تر يو څو ورځو پوري په لومړۍ پاڼه کي پرېږدی
د خدای په امان
عبدالعلي رسول زاده
مالمو سويډن