اوس مهال د کندهارښار په هره سیمه کي تازه خټکي غټي هندواني ، رنګارنګ انګور او نوري ميوې په زیاته کچه لیدل کیږي.
دغه کندهارۍ ميوې په خوند او رنګ کي د ګاونډیانو تر میوو څو ځله ښې دي، لیکن بيې يې تر پردیو میوو کښته دي.
داښه دی، چي ارزاني وي، خو دومره هم نه، چي کروندګر له کوره باقي سي.
د کندهار اکثره ولسوالۍ ډول ډول ميوې لري، خو د ارغنداب انار، د پنجوايي انګور او ددامان ولسوالۍ خټکي او هندواڼې نړيوال شهرت لري.
د نړيوال شهرت ترڅنګ بیاهم زموږ دغه خوندوري میوې په کندهارښارکي ځکه په نڅه بیه پلورل کیږي، چي په ټول کندهار کي داسي سړه خونه(کولډ سټور) نه سته، چي یادي میوې پکښي وساتل سي.
بل غټ علت يې دادی، چي زموږمسلمان ګاونډی(!) هیواد پاکستان د میوو په موسم کي د (چکینګ او ګمرکي محصولاتو) په پلمه زموږ د تازه میوو ډک موټرونه په خپله خاوره کي د اصولوخلاف یوه یا دوې اوونۍ ځنډوي، ترڅو نړيوالو بازارونو ته د افغانستان تازه میوه پر ټاکل سوي وخت ونه ورسیږي .
دامعلومداره خبره ده، چي په نړيوالو بازارونو کي ځنډېدلي ميوې نه یوازي رانیوونکي نه لري، بلکي لانورهم زموږ د تازه میوو پر مارکیټ ناوړه اغېز کوي.
کندهاري سوداګرو او کروندګرو په دې اړه د نورو اسانتیاوو ترڅنګ د سړو خونو د جوړېدو غوښتنه دومره یاده کړې ده، چي اوس، نو ددوی په قول ( نور له خپلو ویلو څخه شرمیږو. )
کروندګر، سوداګر، د کندهار پوهنتون د کرني او اقتصاد پوهنځيو استادان ټول د یادي ستونزي د لیري کولو غوښتنه کوي او وايي ، په کندهارښارکي د تازه میوو ساتني یوه نه، څو سړو خونو ته سخته اړتیا ده، چي په جوړېدو سره به يې د زیاتو کندهاريانو اقتصادي وضعیت ښه سي.
بزګر به د کوکنارو پرځای حلالي کروندې په مینه پالي، سوداګر به يې په ښه بیه رانیسي او کولای سي، چي د کندهار ترڅنګ يې د هیواد نورو ولایتونو او نړيوالو بازارونو ته په سړه سینه ورسوي.
په دې سره به سلګونو کسانو ته کار پیداسي.
له هیوادڅخه به د نشې ناسور که یومخ ورک نه سي، نو تر یوځایه به کم سي او له دې لاري به مو په سلګونو ځوانان له رنګا رنګ ناوړو شرایطو خلاص سوي وي.
په کورنيو کي به د روحي ناروغيو پرځای خوشحالۍ وي.
مېرمن به له خاوند او خاوند به مېرمني د اقتصادي پياوړتیا او سالم فکر له امله نه بیلیږي.
طلاق ته به څوک زړه نه ښه کوي.
اولادونه او کورنۍ به نه بې سرپرسته کیږي.
د سنګرونو پرځای به ښوونیز مرکزونه اباد وي.
ځکه د اقتصاد کارپوهان وايي، هرځای، چي د خلکو اقتصاد پیاوړی وي، هلته ناامني کمیږي او ناامني چي کمه سوه خلک د هیواد ابادۍ ته ملا تړي او د پردیو لاسونه لنډیږي.
نو په کندهارکي د کرني ریاست او نورو اړوندو څانګو ته په کارده، چي په دې اړه خپلي هڅي ګړندۍ کړي ، پر وزارت زور واچوي او نړيوالي مرستندویه مؤسسې اړباسي، چي تربېځایه پيسو لګولو سړې خوني په زرځله ښې دي.
کروندګرو او سوداګرو ته هم په کار ده، چي د ځینو چارواکو په کڼو غوږونو کي په زوره نارې کړي او بیا بیا په دې اړه خپلي غوښتني تکرار کړي.
یوشمیر مسؤلین سته، چي یوازي د ځان په کیسه دي او دخلکو په ستونزو ځان نه خبروي، نو په دغسي وختونو کي خپله خلکو ته هم په کار ده، چي لستوڼي راپورته کړي او لاس په کارسي.
چارواکي اړ کړي،چي غوښتني يې ومني.
که چیري خدای مه کړه زموږ کروندګر او سوداګر همداسي لاس ترزنه ورته کښېني ، نو په خدای باور وکړئ ، چي د تازه ، خوندورو ميوو نرخونه به مو دومره راکښته سي، چي بیابه یادي ستونزي یوه په دوه څه، چي په څلور او پنځه به سي.
زموږ ګران هیواد، چی نژدې څلور لسیزو سخت ځپلی دی همدومره سخت کار، غوښتنو او خولو تویول ته اړتیا لري.
که داسي ونه کړو، نو بزګران به مو په کروندو کي لاس پرلاس ناست وي، سوداګر به مو په کورونو او بازارونو کي یوازي د پردیو میوو او محصولاتو واردولو ته ګوتي شمیري ، چي داسي حالات زموږ د هیواد او خلکو لپاره لوی اقتصادي او کرهڼیز ناورین دی ، چي ددې ناورین له سيوري یو هیوادوال هم نه سي ژغول کېدلای.
دغه کالم د (سرخط) ورځپاڼي په پنځلسمه ګڼه کي هم خپور سوی دی.