خبرپاڼه

نيټه ١٣٩٢/١١/١٧

کندهار افغانستان- د کندهار د امنيت امر د افغان ملي پوليسو د نورو لاسته راوړنو تر څنګ د تېرې اوونۍ په اوږدو کي د يوې ٧ کسيزي تروريستي ډلي د نيولو خبر ورکړ.

د کندهار د امنيت امير سمونوال رحمت الله اطرافي نن پنجشنبه د کندهار ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په دفتر کي د جوړي سوي اوونيزي غونډي په ترڅ کي وويل، د تېري اوونۍ په اوږدو کي يې له ښه مرغه د دښمن ډېر مهم او خطرناک پلانونه شنډ کړي، د بېلابېلو درنو او سپکو وسلو تر څنګ يې يوه ٧ کسيزه تروريستي ډله هم نيولې ده.

د امنيت امر زياتوي چي يادي لاسته راوړني يې د ١٠ ګډو او ١١ ځانګړو عملياتو په ترڅ کي د کندهار په بېلابېلو ولسواليو کي تر لاسه کړي چي د مهماتو له جملي څخه  ٤٥ کړۍ بېلابېل ډوله ماينونه، ٣٩٠ کيلو ګرامه باروت، يو ميل ماشيندار پيکا، يو ميل کلاشنکوف،٥ پايې کشفي مخابرې، يوه پايه دوربين،٤٠ فيره د دهشکې مرمۍ،٥٠ فيره د پيکا مرمۍ، يو فير توغندۍ او دوې عرادې موټر سايکلان پکي شامل دي.

د امنيت امر سمونوال رحمت الله يادونه وکړه چې د پوليسو له خوا د يادو لاسته راوړنو تر څنګ د کندهار ښار په بېلابېلو ځايونو کي  ٧،٢٧ کيلو ګرامـه هـيرويـن، ٣٣٢ کيلو ګرامه تارياک،١٠٦٧ کيلو ګرامه اومه چرس، يوه عراده ټونس موټر او له يادو توکو سره د تړاو په تور يې پنځه تنه شکمن کسان نيولي دي.

اطرافي وويل، د تېري اوونۍ په اوږدو کي يې د امنيتي برخي تر څنګ يو شمېر جنايي پېښي هم لرلې چي له جملې څخه يې ٧ تنه د اختطاف ،٦ تنه د غلا، يو تن د لواطت او يو تن د جوازسير د جعلکارۍ په تور نيول سوي دي.

ښاغلي اطرافي د ترافيکي عوايدو په اړه يادونه وکړه چي، د تېري اوونۍ په اوږدو کي يې ٢١٤٩٣٠ افغانۍ ترافيکي عوايد د مستوفيت له لاري افغانستان بانک ته تحويل کړي دي.

د امنيت امر وويل، پوليس او ټول افغان امنيتي ځواکونه په پوره ډول د دې توان لري چي امنيتي حالت کنټرول کړي نو ځکه يې خلکو ته سپارښتنه وکړه چي له وېري او ډار پرته په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کي پوره برخه واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *