نجيب ننګيال –
په کندهار کې چې څه وشول، ټولو وليدل. د نسيم پښتون شريفي عکس العمل په رښتيا هم د اقتدار د پرنسيپ او اصولو خلاف کار و. په حکومت واکمن ټيم بايد د ډېر لوی زغم مظاهره وکړي. حکومتولي او وړه سينه سره نه ښايي، چې په هره وړه کيسه به واکمن ستر غبرګون څرګندوي. د پښتون شريفي کار د نه زغم تر څنګ د غيرقانوني توب له امله هم سم نه دی. خو البته په دې کې هېڅ شک نشته چې د شريفي عکس العمل په ټول هېواد او په ځانګړې توګه په خواله رسنيو د تود هرکلي سره مخ شو. ولې؟ شريفي ونه غندل شو او پر پرځای يې خاکرېزوال مسخره او شرمنده شو. حکومت په بې ننګۍ تورن شو.
خاکرېزوال بد اخلاقي، جرم او بې نزاکتي وکړه. شريفي د اقتدار اصول مات کړل. حکومت ستره اشتباه وکړه. دا پرله پسې درې واړه ناسم اقدامات و. په دغه قضيه کې خاکرېزوال، شريفي او حکومت ټولو عاقلانه اقدام ونکړ. دا څو خبرې راښيي:
لومړی: خاکرېزوال د کندهار په ولس د حاکمې مافيا سرلاری دی. ولس ترې په تنګ و. دا چې حکومت يې په وړاندې پاتې راغلی د نسيم شريفي يو سوک هم خلکو ته ارام ورکړ. کندهاريان په ځانګړي ډول په دې کار خوښ شول، ځکه خاکرېزوال د لوی کندهار سپکاوی کړی و. د دېرش مليوني ولس د زعيم سپکاوی يې کړی و.
دوهم: د خاکرېزوال په وړاندې د شريفي عکس العمل ولسمشر ته، د ولسمشرۍ مقام ته، د پښتنو دود ته، د کندهار عزت ته او د مېلمه درنښت ته د شريفي ژمنتيا څرګندوي. شايد شريفي بل ځای دومره جرات نه وای کړی خو دلته له که بل سړی و، هم مجبور و دغسې عکس العمل يې ښودلی و. شريفي خپله کندهاری دی او په کندهار کې د ولسمشر سپکاوی خپله شريفي ته شخصا هم لوی پيغور پاته کېده. دنده او د اقتدار اصول په خپل ځای خو شريفي وجدانا ښه کار کړی او له دې پرته به نارامه و.
دريم: شريفي د ولسمشر لپاره او د افغانستان د عزت لپاره د يوې خونړۍ مافيا دښمني په غاړه واخيسته. دا کار هر څوک نه کوي او دومره جرات يواځې په شمار مېړني لري. هغه کولی شو، خاموش پاته شوی و، دنده يې برقراره پاتې شوی وای خو د تل لپاره به ورته پيغور و.
څلورم: که شريفي دا کار نه و کړی هم، ممکن دنده يې له لاسه ورکړې وه. هغه وخت به هم ټولو چارواکو، ولس او ان ممکن ولسمشر هم شريفي ته ګوته نيولی وای چې ولې يې مداخله ونکړه.
پنځم: که فرضا دا کار نه وای شوی، په ټول هېواد کې به د خلکو سترګې سرې شوې وې. دا په حقیقت کې د نظام په مقابل کې یوه بې ادبي په نسبتا جدي شکل وټکول شوه. بیا کېدای شي په هر ولایت کې خلکو د ولسمشر خلاف دغسې ناوړه اقدام کړی وای.
شپږم: شریفي دپلوماتیک او سیاسي مسؤولیت پر خپله غاړه واخیست، ځان یې سپر او بالآخره قرباني کړ، خو د حکومت د پرستیژ د را لوېدلو مخه یې ونیوله. تر دې وړاندې وېره دا وه چې په لوی کندهار کې حکومت له چلینج او ننګونو سره مخامخ دی او حتی د عدم اطاعت او بغاوت روحیه موجوده ده، خو اوس خبره بالعکس ده.
اووم: د شريفي له دندې لرې کول بله ستره سهوه وه چې ولسمشر وکړه. يوه سړي د دېرش مليونه ولس زعيم وښکنځه، ځان يې د سيمې حاکم وباله، د ولسمشر واک يې چېلنج کړ، مخامخ يې د رسنيو په وړاندې ښکنځلې وکړې. هغه لپاره د ارګ په پاڼه بښنې ته ورته اعلاميه خپره شو او برعکس د مافيا پرمخ سوک وهونکی له دندې لرې شو. د ولسمشر دا کار په خواله رسنيو په بزدلۍ او له مافيا څخه په ډار تعبير شوی. په دې اړه دې څېړنې وشي، خلک دې وپوښتل شي، او د خواله رسنیو ټولې ليکنې دې تعقيب شي، ډېر اسناد به په لاس راشي چې ولسمشر په دې کار سخت غندل شوی. ښه لاره يې دا وه چې د قومي سپين ږيرو په مټ جرګه شوې وای، ملامت او سلامت هغوی مالوم کړی وای. په يوه قضيه کې دوه اړخه هېڅکله ملامت نه وي. حتما يوه تېری کړی وي. د شريفي له دندې لرې کولو پرېکړه کاملا يو طرفه وه او دا انصاف نه و. دا چې دا کار ولسمشر خپله کړی که د بل چا مشوره وه بايد وڅېړل شي.
اتم: د شريفي له دندې څخه لرې کولو پرېکړې دغه قضيه نړېواله کړه او ان په نيويارک ټايمز کې پرې راپور نشر شو. ولسمشر ته سپکاوی واقعا جرم و، خو په دې دومره بدو حالاتو کې چې ولسمشر او حکومت ورسره ګير دی دا قضيه خپ و چوپ پرېښودل به عاقلانه کار و. د شريفي له دندې لرې کولو دې قضيې ته نوره هوا هم ورکړه.
نهم: د حکومت په داخل کې او د ولسمشر په چپ و راست کې ډېر خلک ولسمشر ته د شريفي له ژمنتيا او خلوص نه په ډار کې و. ولسمشر چې يو صادق سړی دی، يو لوی عيب يې دا دی چې په هر چا ژر باور کوي. هغوی همدا موقعه غوښته چې د شريفي غوندې ژمن ځوان د ولسمشر له څنګ څخه لرې کړي. په دې کار کې بريالي هم شو. د ارګ په پاڼه خپره شوې اعلاميې واقعا د بدبينۍ شاهدي ورکوله.
لسم: شريفي د ټاپي پروژې جشن او د 1500 ځوانانو له ولسمشر سره غونډه کې زيار بې ساری و. له ځوانانو سره د يوې ښې همکارۍ او همغږۍ نېټ ورک يې رامنځته کړی و. له دندې څخه په لرې کېدو يې هغه ټول رضاکاران مايوسه شو چې په ولسمشر يې بې له امتيازه ننګه کوله.
يوولسم: شريفي د ولسمشر په څنګ کې يواځينې سړی و چې د کندهار حاکمه مافيا ترې په ډار کې وه. د حکومت په هسته کې د شريفي وجود تر ټولو ډېر د کندهار حاکمه مافيا په وېره کې اچولې وه. دا په غالب ګمان د کندهار د مافيا پلان برېښېده چې په يوه نه يوه ډول به شريفي ته خوله ور اچوي او دغسې عکس العمل ته به يې مجبوروي.
دولسم: افغانستان د معاصرې حکومتولۍ په کرښو تګ ته لا هم نه دی چمتو. د خلکو ذهنيت او قبيلوي مزاج حکومت مجبوروي چې د کتابي سياست څخه ور اخوا دلته د خلکو د مزاج سره سم په ځانګړو کرښو ولاړ شي. دا له بده مرغه چې د ښې حکومتولۍ په وړاندې ستر خنډ دی خو حکومت مجبور دی دوديز ارونه وپالي. همدغه وجه ده چې له دندې څخه د شريفي لرې کول په پراخ ډول وغندل شو. په خواله رسنيو ډېرو وليکل چې اوس د پښتنو يو بل ارزښت هم بې رنګه شو. (په بې ننګو چې ننګ کوې، حال به دې داسې وي لکه شريفي). دا د يو مشهور ليکوال په پاڼه ليکل شوي کليمات دی. له بده مرغه چې ولسمشر يې په بې ننګۍ تورن کړی چې ولې يې بېرته په شريفي ننګه ونکړای شوای.
ديارلسم: تر ټولو حساسه موضوع، هغه دا چې شريفي د خلکو په فکر د کندهار خونړۍ مافيا ته بې ياره و مددګاره پرېښودل شو. شريفي د حکومت ننګه وکړه، خو حکومت يواځې پرېښود. هغه څه چې په کندهار کې د شريفي ژوند، د کورنۍ ژوند او سياسي راتلونکي ته يې هم ستر خطر دی. حکومت اخلاقا مجبور و چې د شريفي ننګه يې کړې وای. په سر کې مو وويل که څه هم دا کار د اقتدار اصولو سره سم او ډيپلوماتيکه بڼه نه درلوده، خو به دغسې قبايلي مزاجه ولس کې انسان له مجبوريته بل اپشن نلري.
په ټوله کې دغسې پېښې د اندېښنې وړ دي. د حکومت سياسي مخالفين او په ځانګړي ډول پښتون ضدې کړۍ ترې ناسمه ګټه پورته کوي. د ارګ په داخل کې يو پښتون ځوان د دسيسي ښکار شو او په غالب ګمان دې کې د عبدالسلام رحيمي لاس و چې يو باوري او ژمن سړی يې د حکومت له چوکاټه په نهايي مهارت ووېسته. شايد هغه همدغه ورځې ته انتظار وېست. هغه ځوان چې تر ډېره به يې د ځوان کهول غږ تر ولسمشره رساوه. وخت راغلی چې ولسمشر يې په خپل چپ و راست بيا کتنه وکړي. د خلکو مايوسي دا ښايي چې ولسمشر د ښه کاري ټيم څښتن نه دی او وخت وخت ناوخت د دسيسو ښکار کېږي. د کابل بانک قضيه يې بل ښه مثال دی.
———————————-
د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی حتمي نه دی.
ننګیال صاحی زه درسره موافق یم . د ولسمشر شاوخوا نا اهلو او مغرضو کسانو نیولی ده . وایی لوخی د قام سپکاوی کاوه ، سر یی په اوبو کی ننوت.
په قرآن مجید کی یوه تاریخی اصطلاح موجوده ” جاهلیة الاوّلین”. ددې اصطلاح او د قرآن د اعجاز د اصل څخه داسی استنباط کېدای شی چه جاهلیة الآخرین هم باید وجود ولری چه همدا د نن ورځی د ټول بشریت جاهلانه وضعیت د یو بل جهالت و وجود ښکارندوی دی. نور بشریت به پرېږدو او نه به پر ږغېږو خو دا خپل ؤلس خصوصاً پښتون قوم او بیا خصوصاً کنداری کاکو که وڅېړو نو ټول وجود به مو د حیرت او یأس څپې را ولړزوی.لویه پوښتنه داده چه د یوې خوا کاکو په خپل جهاد!!!!!!! فخر کوی او د بلی خوا د قوم او ټبر په شیطانی منګولو کی لاس او پښې خوځوی، له یوې خوا ادعا کوی چه مسکو ته ئې ماته ورکړه او د بلی خوا دومره توان نلری چه یو د شیطان استاذی ( مثلاً خاکریزوال) غوندی توری څېرې د خپلی پاکی! لمنی څخه لیری کړی، بناً داسی ښکاری چه دا ؤلس او دا قوم د جاهلیة الآخرین په ډوبوونکی سمند ر کی ور ګډ شویدی.