تاند، شنبه، د سنبلې ۳۰مه: د کندهار امنیتي چارواکي وایي، ددې ولایت، د ارغستان ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې ۱۰ طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي تاند ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویلې چې، دغه طالبان تېره شپه ناوخته د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي.

ښاغلی احمدي زیاتوي چې وسله والو غوښتل د دولتي ځواکونو پر پوستو برید وکړي خو د بهرنیو ځواکونو په برید کې له منځه لاړل او برید یې هم شنډ شو.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي خو باید وویل شي چېد طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو هوايي عملیات ډېر شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *