د کندهار چارواکي وايي چې په ژړۍ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر پوځي اډې ټول بريد کوونکي وژل شوي دي.
د دوى په حواله ٩ تنه بريدکوونکي چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وو، نن غرمه مهال پر دې پوځي اډې دله ييزه وسلواله حمله وکړه، چې د ايساف په بريد کې ټول ووژل شول.
په جنوب کې د ملي اردو عمومي قوماندان وويل حمله کوونکو د بهرنيو ځواکونو له پوځي درېشۍ څخه په استفادې لومړۍ د پوځي اډې مخې ته موټربم چاودنه وکړه.
د کندهار مطبوعاتي دفتر په يوه اعلايمه کې وويل، لومړى يوه ځانمرګي خپل سرف ډوله موټر د پوځي اډې له شمالي دېوال سره وجنګاوه، وروسته ٨ نورو وسلوالو هڅه وکړه، پوځي اډې ته دننه شي، چې ايساف ورسره وسلواله نښته وکړه.
په اعلاميه کې د ايساف د يوه سرتېري وژل کېدل تاييد شوي دي. د ناټو تر مشرۍ لاندې ايساف ځواکونو هم تاييد کړه چې په دې حمله کې يې يو سرتېرى وژل شوى دى.