نېټه : ١٣٩٢-١٢-٢٧
کندهار، افغانستان- نن تر غرمي وروسته کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د خپل کار په دفتر کي هنر احمد ته چي د جنوبي آسيا په سطحه يې د بدني ښکلا په سياليو کي دوهم مقام خپل کړى و، ستاينليک ورکړ.
هنر احمد د کندهار د ورزشي امريت له لوري نيپال ته د بدني ښكلا د سياليو لپاره لېږل سوى و، چي په يادو سياليو کي يې د جنوبي اسيا په سطحه په اويا کيلوګرامه وزن کي دوهم مقام ترلاسه کړ او نن کندهار ته راورسېد.
نوموړى په ١٩٩٨ کي جونير ماسټر کوټه، په ٢٠٠١ جونير ماسټر بلوچستان، په ٢٠٠٦ کي ماسټر کندهار، په ٢٠٠٨ کي د ماسټر افغانستان دوهم مقام او په ٢٠١٠ کال کي اول مقام خپل کړ، چي دا دى اوس يې په ٢٠١٤ د جنوبي اسيا په سياليو کي دوهم مقام خپل کړ.
کندهار والي د هنراحمد د دوهم مقام لاسته راوړل د زيبايي اندام په برخه کي د افغانستان په ځانګړي ډول کندهار لپاره لويه لاسته راوړنه وبلله او له ټولو ځوانانو څخه يې وغوښتل چي ورزش ته مخه کړي، تر څو سالم بدن او سالم فکر ولري.