راپور: جاوید سمسور- په کندهار کي د هغو صنعتي توکو بازار ښه سوی کوم چي دلته په صنعتي فابرېکو کي تولیدېږي، صنعتي فابریکې چي په دې وروستیو کي یې شمېر په کندهار کي زیات سوی ډول ډول خوراکي او غیر خوراکي توکې پکښي تولیدېږي.
هغه پلورونکي چي د دغو فابریکو تولیدات پلوري وايي، چي دغه تولیدات اوس د پخوا په پرتله ډېر پلور لري.
یو تن د څپلیو پلورونکی عزیز احمد په دې اړه وایي: ((موږ خپله هغه چمپلان پلورو چي دلته جوړېږي چي اوس یې تر پخوا خلک ډېر خوښوي.))
د دغو توکو پلورونکي وايي، اوس چي دغه توکي خلکو کار کړي دي نو دا ورته معلومه سوې چي دلته تولید سوي خوراکي او غیرخوراکي توکي په معیاري او ښه ډول جوړ سوي دي نو ځکه یې د بهرنیو څخه لاس اخیستی دی.
یو تن د خوراکي توکو دکاندار عصمت الله په دې اړه وايي: ((پخوا خلکو دغه توکي نه اخیستل نو موږ هم ډېر نه راوړل، خو خلکو ته مو دا ویل چي دا په ښه ډول جوړ سوي چي اوس ښه پلور لري.))
عام خلک هم وايي، که دلته توليدېدونکي توکي ښه کیفیت ولري هیڅوک به بهرني ونه کاروي.
د اوومي ناحیې اوسېدونکی محمد وايي، هر شی چي دلته تولیدېږي هغه کاروي که څه هم ګران وي.
((باید هر سړی د خپل هیواد شیان وکاروي، ترڅو هیواد مو پرمختګ وکړي، چي دلته موږ ته چمپلان جوړېږي نو موږ ولي بهرني رانیسو.))
د فابریکو مسوولین وایي، دوی تر هرڅه دې ته ډېره پاملرنه کوي چي د لوړ کیفیت توکي تولید کړي تر څو ښه بازار ولري.
د چپس جوړولو د یوې فابریکې مسوول احمد شاه په دې اړه وايي: ((موږ خپل تولید په ښه ډول او ارزانه بیه بازار ته وړاندي کوو ځکه زموږ صنعت نوی دی او هڅه مو دا ده چي ښه بازار ولري.))
د کندهار د صنعت کارانو د اتحاديې مرستیال فیض الحق مشکانی وايي، داچي صنعت دلته نوی دی نو د بهرنیو فابریکو خلاف هر کس کوښښ کوي چي خپل توکي با کیفیته تولید کړي ترڅو د بهرنیو سره ښه رقابت وکړي او په بازار کي ځانګړی ځای ځنته پیدا کړي چي تر ډېره پوري دا کار په ښه ډول مخ ته تللی.
((خلک اوس دلته توليدېدونکي توکي د کیفیت له امله خوښوي ځکه دلته هیڅ فابریکه نه د تقلب تجریبه لري او نه دا کار کوي ځکه توکو یې بازار موندلی.))
هغه وايي، تر ډېره تولیدي فابریکې اعلانات نه لري، که چیري دوی خپل اعلانات ورکړي ډېر خلک به خبر سي او د دوی توکي به نور هم ښه بازار ولري.
په کندهار کي اوس مهال تر دوه سوه زیاتې تولیدي فابریکې سته، چي خوراکي او غیر خوراکي توکي تولیدوي.