اقتصادي راپور: جاوید سمسور –
د ارغنداب د تابین او یو شمېر نورو سیمو اوسېدونکي وايي، د لوی ویالې پارچاوي اوبو د دوی تر نیمي ډېر کښتونه وړي، چي سلګونه زره افغانۍ زیان یې ورته اړولی، د دوی په خبره، دغه اوبه پر صالحانو او یو شمېر نورو کوچنیو ویالو ایله کېږي چې پر هغو ډېري سي نو کښتونو ته ور اوړي.
د تابین سیمي یو کروندګر عمر جان وايي، یوازي یې سږ کال شاوخوا دوه لکه افغانۍ زیان ورته اړولی.
((ما په دوه ویشت خرواره غنمو مځکه اجاره کړې خو هغه پنځلس خرواره غنم نه کوي چې ټول کښت اوبو خراب کړ.))
دی وايي، دا نه د باران اوبه دي او نه سېلاب راغلی دا هغه اوبه دي چې مخه يې نیول کېدلای سي، خو تر اوسه مسوولینو په دې اړه هیڅ نه دي کړي.
د دغو سیمو زیانمن سوي کسان وايي، دولت دي دوی ته تاوان ورکړي ځکه د دوی په وسه پوره وه چي دا اوبه پر بل لوري ایله کړي خو دا کار يې نه دی کړی.
یو بل تن کروندګر عبدالصمد په دې اړه وایي: ((دولت باید موږ ته تاوان راکړي ځکه دولت کولای سوای چې دغه اوبه پر بله خوا یا په لږه اندازه ایله کړي تر څو زموږ کرنې ته زیان وانه ړوي خو دوی داسي څه تر اوسه نه دي کړي.))
د دغه سیمو بزګران وايي، ډېری پالېزونه یې هم اوبو وړي یا هم اوبه پکې ولاړي دي چي ټول بوټي یې وراسته سوي، دوی وايي دغه اوبه کېدای سي د ارغنداب رود ته ایله سي.
یو تن بزګر محمدیار چي پالېز ته يې زیان رسېدلی په دې اړه وايي: ((په څو واره مو دولت ته خبر ورکړی چي دغه ویاله دي پري کړي رود ته چي دا اوبه هلته ولاړي سي.))
دی وایي، نه یوازي چي کرنې ته یې سخت زیات اوښتی بلکې کورونو ته يې هم دغه اوبه ورغلي او د دوی ویالې یې هم خرابي کړي، چي وروسته پر ځمکو سمې اوبه نه سې ایله کېدلای.
د یادو سیمو اوسېدونکي وايي، دا ستونځه اوسنۍ نه ده بلکې له هر کال دغه اوبه د دوی کرنې ته زیان رسوي او دوی یې دې ته مجبوره کړي چي په خپلو ځمکو کې له کرني لاس واخلي.
د ارغنداب د دریايي حوزې رئیس شېر محمد عطايي وايي، دا پارچاواه پنځوس کاله وړاندي جوړه سوې خو اوبه یې هر وخت مځکو ته نه اوړي یوازي په هغه وخت کې اوړي چي اوبه ډېرې وي لکه سږ کال چي ډېر اورښتونه وسول، د ده په خبره، کومو مځکو ته چي اوبه ورغلي دا د پارچاوې حریم دی.
((دا د پارچاوې حریم دی، دلته ځمکي ټولي دولتي دي دا خلک باید پارچاوې ته څېرمه کرنه ونه کړي.))
د ظاهرشاهي کانال یا لويي ویالې ډېری هغو سیمو ته څېرمه چي د پارچاو اوبه ورځني اوړي اوس مهال خلکو ودانۍ جوړي کړي چي زیات وخت دغه کسان زیانمن کېږي