لمریزي هنداري یا سولر چي اوس مهال یې کارونه زیاته سوې، په عام ډول خلک د جنراتور په نسبت ډېر کار ترې اخلي، چي اوس زیات شمېر کروندګرو هم د دغو هندارو کارولو ته مخه کړې، دوی وایي، دا تر هغو ماشینونو چي اوبه یې ورباندې راکښلې ډېرې اقتصادي تمامي سوي.
د ارغنداب ولسوالۍ یو کروندګر نثار احمد په دې اړه وايي: ((ماشینونو تېل غوښتل او ډېر وخت به خراب وه خو هنداري اول ډېر مصرف غواړي نور هیڅ شی نه غواړي.))
دی وایي، ماشینونه به یې په دېرش یا څلوېښت زره افغانۍ رانیولي وه چي په کال کي به یې دوه دوه دانې بدلول خو اوس چي هنداري کاروي لکښت یې ډېر کم دی.
پير محمد چي د خپلي مځکي لپاره يې شپږدېرش هنداري په کار اچولي وايي، شاوخوا شپږ لکه افغانۍ لګښت یې کړی چي هم زیاتي اوبه راپورته کوي او هم نوري ستونزي نه لري.
((موږ په دغه هندارو شپږ لکه افغانۍ لګښت کړی، نه تېل غواړي نه نور مشکل لري او هم د ماشین له ږغ او هر ګړی له خرابۍ څخه خلاص یو.))
بل خوا یو شمېر کروندګر وایي، که څه هم هنداري د برېښنا د تولید لپاره په صحراسیمو کې ډېري کارول کېږي، خو زیاتو کروندګرو ته بیا داسي هنداري ورکول سوي چي هغه ژر خرابیږي او له کاره لوېږي.
د تابین د کلي یو اوسېدونکی وایي، هنداري یې د خپلي برمې لپاره درولي خو اوس د ډېري ګرمۍ په خاطر یې برېښنا کمه سوې.
((په اول سر کي هنداري سمي وې خو اوس چي یې خلک ډېري رانیسي خرابي ورکول کېږي چي ډېري ګرمي سي کار پرېږدي او او برېښنا یې کمه سي.))
دی وایي، کروندګر ډېر لګښت وکړي خو چي په پایله کي یې هنداري خرابي سي دوی مجبور دي چي نوري راوړي ځکه کښتونه یې وچېږي.
د لمریزو هندارو یو پلورونکی محمد اکرم وایي، دوی هر ډول هنداري راوړي، چي چینايي، جرمنۍ او د نورو هیوادونو هغه پکښې دي چي خلکو ته یې ورپېژني او نور د خلکو خوښه چي کومي رانیسي.
((موږ یې خلکو ته ښيو چې کومي لمریزي هنداري ښه کیفیت او کومي ټيټ کیفیت لري خو دا په زمانت موږ ته هم نه راکول کېږي.))
لمریزي هنداري مخکي ډېري په کورونو کي د برېښنا د تولید په موخه کمي کارېدلې، خو اوس په یو شمېر کورونو کي ډېري کارول کېږي چي دغه لړۍ تر کروندو پوري هم ورسېدل چي شاوخوا اتیا سلنه کروندګر له برمو څخه د لمریزو هندارو په وسیله اوبه راکاږي.