تاند، یکشنبه، د حوت ۲۵ مه: د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې یو نفوذي محلي پولیس خپل څلور ملګري وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی .
د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي وایي، چې دغه پیښه نن سهار وختي د ژړۍ ولسوالۍ د چارښاخې د محلي پولیسو په پوسته کې رامنځ ته شوې ده.
د احمدي په وینا په وژل شوو کسانو کې د محلي پوليسو د پوستې قومندان هم شامل دی.
احمدي زیاتوي چې حمله کوونکي تر پیښې وروسته یو شمیر وسلې او مهمات هم له ځان سره وړي دي .
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي .