تاند، پنجشنبه، د اسد ۲۴مه: امنیتي سرچینې وايي، بهرنیو هوايي ځواکونو د کندهار د شاولیکوټ او خاکرېز ولسوالیو تر منځ بوم دښته کې د طالبانو د دفاع وزیر صدر ابراهیم وژلی دی.

سرچینو ویلي، نوموړی هغه مهال له خپلو لسو کسانو سره یو ځای په نښه شوی چې بایفور ډاټسن کې پاکستان ته روان و.

صدرابراهیم د هلمند د سروان اوسېدونکی و چې د طالبانو په حکومت کې د نظامي کمېسیون رئیس و.

خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا دا خبر رد کړی او وايي، د دوی د دفاع وزیر صدر ابراهیم ژوندی دی.

بهرنیو ځواکونو دا برید په داسې حال کې کړی چې څو ورځې وړاندې نیوزویک مجلې وویل، د اتم پړاو خبرو له پای ته رسېدو سره هم مهاله امریکايي ځواکونو په طالبانو بریدونه درولي دي.

هغه ټکی چې وروسته پخپله د بهرنیو ځواکونو قومندان سکاټ میلر رد کړ او زیاته یې کړه تر اوسه دوی ته د جګړې د درولو کوم امر نه دی شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *