خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩۷-۰۳-۰۲
د نظامی شورا غونډه چي د چهارشنبه په ورځ په ولایت مقام کي د کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا په مشرۍ جوړه سوی وه، پر مهال ئي امنیتي مسئولینو او د ټاکنو خپلواک کمیسون مرستیال هم ګډون کړي وه.
د غوڼدي په پیل کي د کندهار د پروني تروریستي پېښی قربانیانو ته دوعا وسوه چي شهیدانو ته د الله ج له درباره د جنت فردوس او زخمیانو ته د عاجلی شفاء غوښتنه وسول.
په غونډه کي کندهاروالي وویل، همیشه چي کله زموږ قهرمان امنیتي ځواکونه دوښمن ته په اطرافو کي ماته ورکړي نو بیا دوي په ښار کي په دا ډول تروریستی عمالو لاس پوري کوي چي په خواشیني سره ددی تروریستي پېښو زیات قربانیان ملکي خلګ وي.
په یاده غونډه کي د امنیت امر سمنوال رحمت الله اطرافی زیاته کړه،چي په تیره اونی په بهیر کي ئی ۱۹ تنه دوښمنان وژلی، ۱۸ تنه ئي زخمیان کړي او همدارنګه ئي ۲۵ کړی مختلف ډوله ماینونه کشف او خنثی کړی دی.
د نوموړی په خبره تر تیري ورځي پوري په ښار او ولسوالیو کي(۱۲۴۶۶۱) تنو تذکری اخیستي چي (۹۲۴۲۶)تنه ئي نارینه او (۳۲۲۳۵) تنه یی ښځینه دي.
په غونډه کي د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال نجیب حقپرست ګډون والو ته معلومات ورکړل هغه زیاته کړه، چي تر پرون ورځي پوري(۲۸۰۵۲۲) تنو ثبت نام کړي چي له د جملی څخه يي (۲۳۴۲۰۳) تنه نارینه (۴۱۷۵۹) تنه ښځي او (۴۵۶۰) تنه یی کوچیان دي.
کندهاروالي تورن جنرال زلمي ویسا د امنیتي مسئولینو د ګزارشونو د اوریدولو څخه وروسته دوی ته لارښوونه وکړل،چي ټول امنیتي ځواکونه دي د خلګو سره ښه اړیکي ولري ترڅو د خلګو اعتماد او باور ترلاسه کړي او وکولای سو په راتلوونکي د اولس لپاره یو ښه امنیتی فضاء رامینځته کړو.
همداراز نوموړی په ښار او ولسوالیو کی د بیلابیلو امنیتي تدابیرو د نیولو په اړه هم مسٔولینو ته لازمی دندی ورکړل سوي.